افغانستان

مشرانو جرګه: د ګډ حکومت دواړه مشران دې استعفا ورکړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۹مه، ۱۳۹۳ل): د مشرانو جرګې ځينې غړي وايي چې د اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله د ملي وحدت حکومت خپله ناکامي ثابته کړه او باید استعفا ورکړي.

د مشرانو جرګې غړو وروسته له هغه دا څرګندونې وکړي، چې تېره ورځ د ولسي جرګې مشر او ځینو غړو له اجرایوي رییس سره هم د کابینې د ځنډ د علت ډاډه ځواب تر لاسه نه کړ .

عبدالروف ابراهیمي د اتلسو کیمیسیونونو له رییسانو سره یوځای تېره ورځ ماسپښین له اجرایوي رییس سره په خبرو کې له هغه نه د کابینې د ځنډ علت وپوښت.

ډاکټر عبدالله عبدالله وویل چې د دوی له لوري کومه ستونزه نشته، خو اشرف غني ته په رسېدلو دیارلسو وزارتونو کې يې ایله د دوو وزارتونو اړوند تصمیم نیولی دی.

په مشرانو جرګه کې د زابل د خلکو استازی محمد داود اساس وايي چې دواړو مشرانو د «ملي یووالي» نوم وشرماوه، هغه وايي چې دی د زابل د خلکو د استازي په توګه له اشرف غني او عبدالله عبدالله غواړي چې استعفا ورکړي.

په یاده جرګه کې د کونړ د خلکو استازي محمد امین ساپي هم ورته نظر درلود، نوموړي وویل چې د ګډ حکومت مشرانو د هېواد په دېرش میلیونه نفوس کې دېرش تنه په دریو میاشتو کې د وزارتونو لپاره پیدا نه کړل، نو باید تر حکومت تېر شي.

تر دې وړاندې ولسي جرګې هم په تېره اوونۍ کې ګواښ وکړ، چې که په اوونۍ کې د ننه کابینه اعلان نه شي، نو دوی به جدي تصمیم ونیسي.

کارپوهان په هېواد کې د کابینې ځنډ د امنیتي وضعيت د ګډوډۍ، اقتصادي کمزورۍ او اداري فساد لپاره د زمینې برابرول ګڼي.

بل اړخ ته ټاکل شوې ده، نن شپه دواړه مشران د کابینې اړوند په پرېکنده پرېکړې خبرې وکړي.

تر دې وړاندې د ملي شورا غړو اندېښنه ښودلې وه، چې که د کابینې ځنډ نور وخت وهم ونیسي، نو د خلکو غبرګونونه به را وپاروي، چې بیا به يې کنټرول د دولت له لاسه هم وتي وي.

د مشرانو جرګې مرستیال رفیع الله ګل افغان وايي چې خلک نور دا حالت نشي زغملی او په خبره يې که لا وخت واخلي، نو ښايي ولس مدني حرکتونه پيل کړي، د ده په خبره د کابینې نشتوالی او د سرپرستانو موجودیت یوه لویه فاجعه زېږولي، چې خلک يې په تنګ کړي دي.

تېره ورځ د افغان ملي غورځنګ په نامه یوه سیاسي حرکت هم د کابینې د ځنډ په غبرګون کې مطبوعاتي ناسته وکړه او ويې ویل چې د ګډ حکومت له لوري دې دا «مسخرې» نورې پای ته ورسېږي. دغه سیاسي خوځښت د کابینې د نه اعلان په صورت کې د مدني حرکتونو ګواښ هم وکړ.

د کابل پوهنتون استاد او د افغان ملي غورځنګ غړی، ډاکټر فیض محمد ځلاند وايي: «نوی حکومت، حکومت نه؛ بلکې مسخرې دي». دی وايي چې دې روانو «مسخرو» د افغانستان حیثیت ته په نړیواله سطحه زیان اړولی. ځلاند هیله وښوده چې د ملي درایت له مخې دا «ډرامه» باید پای ته ورسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x