افغانستان

د کندهار د عدليې رئیس عاقل شاه په وسله وال برید کې ټپي شو

kandahar_bazarنن ټکی آسیا: د کندهار په پنځمه امنیتي حوزه کې د نامعلومو کسانو په ډزو د کندهار ولایت د عدلیې رئیس ټپي شو.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر شیرشاه یوسفزي ویلي چي نن له غرمې وروسته د کندهار ښار د (ده خواجه) په سیمه کې د نامعلومو کسانو له خوا د ولایت د عدليې د رئیس عاقل شاه پر موټر ډزي وشوې، چي له کبله يې نومړي ټپي شو، او د په کندهار کې د بلال

په نامه روغتون ته ورسول شو، چي هلته اوس نومړی تر درملني لاندي دی، او د نومړي په وینا روغتیايي حالت يې د ډاډ وړ دی.

نومړي ویلي چي له سیمي څخه برید کوونکي په تيښته بریالي سوي دي، خو د پولیسو له خوا يې لټون روان دی.

تر اوسه ددې پيښي پړه چا په غاړه نه ده اخیستی.

باید وویل شي چي نن د کندهار په پوهنتون کې د انجینرۍ پوهنځی ته نیژدې هم یوه چاودنه شوې وه چي له کبله يې دوه محصلین مړه شوی وه، چي له هغو څخه یو د کندهار د امنیه قوماندان سکرتر احمد وو.

باید وویل شي چي نن د کندهار په پوهنتون کې د انجینرۍ پوهنځی ته نیژدې هم یوه چاودنه شوې وه چي له کبله يې دوه محصلین مړه شوی وه، چي له هغو څخه یو د کندهار د امنیه قوماندان سکرتر احمد وو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x