نظــر

د صدام حسین اتم تلین، یوه خاطره او نننی عراق / ذاکر جلالي

ذاکر جلالي

پوره اته کاله وړاندې، د عراق پخوانی دکتاتور ولسمشر، صدام حسین د همداسې یوه ساړه ډسمبر پر دېرشمه د نېکمرغه لوی اختر د سهار په تروږمۍ کې پر عراق د واکمنو امریکایانو له خوا په دار وځړول شو!

تلویزیونونو صدام ښکاره کړ چې تور اوږد کوټ یې اغوستی او له جلادانو سره د اعدام پړي پر لور په نادر جرئت او متانت ګامونه اخلي. دا خبره یې بیا وروسته راووته چې په خپله یې د تور کوټ غوښتنه کړې وه، هسې نه د ډسمبر د سړو له امله یې بدن ونه رپېږي او امریکايي ښکېلاکګر یې ډارن ونه بولي!

موږ چې له عراق سره شاوخوا دوه ساعته تفاوت لرو، د قربانۍ د څاروي پر حلالېدو بوخت وو، چې د صدام د اعدام خبر خپور شو. صدام سره مې نه فکري تړاو و او نه هم قومي؛ خو د اعدام خبر یې ودردولم. نه مې هېرېږي، چې په خپله مې ځان ته په دې ټکو ډاډ ورکاوه چې “ځه یو کمونیست و، بعثي و، ظالم و، خپله جزا یې ولیده”؛ خو زړه مې د ډاډ دا خبرې نه منلې، پر هماغه کمونیست، بعثي او دکتاتور صدام دردمن و. وروسته پوه شوم، چې ډېر زما په څېر پرې دردمن شول؛ خو د صدام کمونیستي مخیینه د خلکو د همدردۍ خنډ وه. کله چې د صدام د اعدام پر لومړۍ جمعې مشهور عالم، ډاکټر یوسف قرضاوي د جمعې په خطبه کې صدام حسین “شهید” وباله، بیا نو ډېرو د شهید مختاړی ورسره په جرئت غوټه کړ.

د صدام حسین پر شهادت د ولسي خپګان څو لاملونه وو:

– صدام حسین په اسلامي نړۍ کې یوازنی لیډر و چې د جورج بوش د پراختیاغوښتونکو سیاستونو پر وړاندې په مېړانه ودرېد او په نره یې مخالفت وکړ؛
– د ۲۰۰۳ په مارچ کې د امریکا له خوا پر عراق د یرغل پر مهال د ټولو مسلمانانو دعاوې له صدام او عراقي ولس سره شوې؛
– پخوانی زورواک او د دبدبې څښتن صدام په ډېر مظلومیت د وحشي امریکایانو په لاس کې اسیر شو، چې هېچا هم د امریکا په لاس پر صدا دا حالت نه پېرزو کاوه؛
– صدام حسین د ننداره‌ییزې محکمې پر مهال د امریکایانو له خوا ګومارل شوي قاضي پر وړاندې په ډېر جرئت او زړورتیا سره خبرې کولې او پر قرآن به یې هم کله استدلال کاوه؛
– صدام حسین د بند پر مهال په بشپړ ډول یو ملتزم مسلمان شو. لمونځ یې کاوه؛
– صدام حسین د لوی اختر پر سهار چې مسلمانانو یې خوښۍ نمانځلې، د غم خبر واورېد. پر دغسې ځانګړې ورځ د یوه لیډر اعدام په خپله د امریکا په تړاو د اسلامي پرګنو په زړونو کې د نفرت او کرکې زړي وکرل؛
– کله چې یې د اعدام ویډیو خپره شوه چې په ډېر جرئت سره د دار پړي پر لور استواره ګامونه اخلي او په لوړ غږ شهادت کلمه وايي، دا جرئت یې نن هم مسلمانانو ته ویاړ وربښي؛
– وروسته-وروسته چې د صدام حسین ژوند او د ماشومتوب ناخوالې ولیکل شوې، پر زړونو یې ځانګړی اغېز وکړ؛
– او تر ټولو مهمه دا چې صدام حسین عراق د سیالانو سیال کړی و؛ خو امریکايي اشغال له خاورو سره خاورې کړ، چې له امله یې د ولسونو زړونه د صدام حسین پر لور مایل.

له صدام وروسته عراق

پر عراق د امریکا یرغل د هېڅ قانون له مخې مشروع نه و. ټوله نړۍ يې مخالفه وه، یوازې دوه وحشي انسانان، جورج بوش او ټوني بلیر پر عراق د حملې پلوي وو. ان د دوی په حکم چلېدونکې ملګرو ملتونو هم پر عراق د حملې جواز ورنه کړ؛ خو بوش او بلیر استدلال کاوه چې عراق کې د ډله‌ییزو وژنو وسلې دي!

یوازې همدا پلمه کافي وه چې سلګونه زره عراقیان ووژل شي او عراق لوټه لوټه شي! کله چې د دې دوو هېوادونو یرغلګرو سرتېرو عراق په بشپړ ډول ونیو او هلته یې د خپلې خوښې حکومت رامنځ ته کړ، بیا ثابته شوه چې د ډله‌ییزو وژنو وسلې نه وې او دا هسې یوه پلمه وه؛ سره له دې چې سلګونه زره عراقیان ووژل شول او عراق تباه شو، تر اوسه کومې نړیوالې محکمې د بوش او بلیر د محاکمې غوښتنه نه ده کړې.

له صدام حسین وروسته عراق د فرقه‌ییز تاوتریخوالي ډګر شو. امریکايي-انګلیسي ښکېلاک له یوې خوا او د ایران پراخې لاسوهنې له بلې خوا عراق د جګړو په تنور بدل کړ. نن عراق د وېش پر پوله ولاړ دی. له یوې خوا کردان، له بلې خوا کمزوری شیعه مرکزي حکومت او درېیم هم د اسلامي دولت ډلې تر ولکې لاندې سیمې. داسې ښکاري چې امریکایان به عراق ته وروستی حل پر درېوو هېوادونو د وېش نسخه وړاندې کړي.

عراق شاوخوا اته کاله د امریکایانو تر مستقیم اشغال لاندې و، نن د درېوو ډلو په لاس کې دی. کله چې سړی اوسنی وران ویجاړ عراق له ۲۰۰۳ مخکې هغه سره پرتله کوي، د ځمکې او اسمان توپیر دی. داسې ورځ نه تېرېږي چې په پلازمېنه بغداد کې دې یو موټربم د لسګونو ولسي وګړو ژوند نه اخلي. تاریخي اثار او علمي مرکزونه یې دړې وړې شول، نادر توکي يې ښکېلاکګرو ولوټل او پای له صدام حسین پرته یو در په دره د اورو په لمبو کې عراق له امریکايي «ډیموکراسۍ» سره پاتې شو.

اوس عراق کې «ډیموکراسي» ده؛ ځکه نو ټوني بلیر په دې وروستیو کې ویلي و چې پر عراق د یرغل له امله “پښېمانه نه یم”.

نن، اور دی، ورانی دی او ډیموکراسي ده!

خو، صدام نه شته؛ مګر قبر یې پر ولسي زیارت اوښتی!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ساپي

جلالي صيب سلام. هوزه به ستاليكلي خاطري ته لږڅه وضاحت وركړم :كله چي صدام حسين يي دخپلي كوټي څخه راويست اود دارتختي ته يي وړلونوامريكايي جنرال لخواء د گوډ اگي رژيم بړيڅوته سپارلونوهغه موظف جنرال ترپوښتنه وكړه چي دورستي ځل لپاره څه غوښتنه اويا ويل لري مهرباني وكړه ووايه ؟ صدام حسين په ډيرمتانت سره ورته وويله چي ستاسونه زه هيڅ غوښتنه نه لرم فقط هغه زماكوټ راته راكړئ كله چي كوټ يي وركړنوامريكايي ترتپوس وكړچي په دي كي كوم مطلب نغښتي دي هغه په خنداورغبرگه كړه چي عراق په ژمي كي بده يخني لري داسي نه چي د دارپه… نور لوستل »

ډاکتر احمدی

هغه بله ورځ د ایران (یهودو) یو جنرال په عراق کی مردار شو زړه می پری لږ یخ شو- خو صدام پر ټولو مسلمانانو وروسته ګران شوی وو دا توهین دی چی یو رییس جمهور را روړند شی ولو که د هر ځای وی – د هر ملک وی او په هر مذهب چی وی بیا خو دی مسلمان وو – دا څومره رییس جمهوران چی د امریکا د دسسیو په پایله کی زړول شی دی دا د امریکایانو او د هغوی مزدورانو ( ایران – عربستان- پاکستان) لپاره لاسته راوړنی او مونږ لپاره توهین دی ښه مطلب وو خدای… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x