افغانستان

په پنجشیر کي یو بهرنی سیلاني په وهلو سره وژل شوی دی

panjshir_valley(نن ټکي اسیا جون ۲۰۱۱/۰۴) چاریکار: دپنجشیرولایت په مرکز کي یو بهرنی سیلاني هغه وخت دسیمي دخلګو له لوري دلرګیو اوډبرو په وارونه سره ووژل شو کله چی نوموړي له یوي میرمني سره یوځاي دخانج ولسوالي دموکني دري په سیل روان وو.

د تفصیلاتو سره سم ویل کیږي کله چي امریکایی سیاح له ښځینه ملګري سره یوځای  دیوي ژوري شلي په غاړه روان وو، دا بهرنی  کس

ښځینه ملګري له مخالف لوري څخه راروان یوه څاروی سره ټکر شوه اونژدي وه چی لاندي ژوري کندي ته ولویږي. 

کله چي دښځی نارینه ملګري دغه سحنه ولیده نو یی سمدلاسه دبوده پرمالک باندي ډزي وکړي اوژوبل یی کړ، نژدي ولاړو سمیزو خلګو چی کله ولیدل چی یوامریکایی سیلاني دخره پرمالک باندي ډزي وکړي اوژوبل یې کړ نو یې پرامریکایي باندي یې برید وکړ او د ډبرو او لرګو وارونه یی باندي شروع کړه ترځو چي مړ یې کړ.

دپیښی له ځایه څخه یوه کس محمد موسی وویل زمونږ غیرت نه برداشته وي چي یوبیګانه دی راشي اومظلوم کلي وال باندی دي ډزی وکړی اوژوبل دی کړي.

له سیمي څخه یو افغاني فوځي چارواکی قسیم جنګلباغ رسنیو ته ویلی چی امریکایی کس غیرنظامي وو او سیمي ته دسیاحت په نیت راغلی وو، نوموړي زیاته کړه تر اوسه پوري مو ۵ کسه دپیښي په تړاو نیولي دی قسیم جنګلباغ وویل داوله پیښه ده چي دپنجشیر په مرکز کي کوم بهرني وژل کیږي.

د دغه بهرني سیلاني په اړه ویل کیدل چي امریکايي دی، خو د پنجشیر د والي ویاند عنایت الله طوفان ویلی چي دا کس ایټالوی دی.

بخت الرحمن بخت …………نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x