نظــر

د ویډیویي نشراتو زور

لیکوال: جیلاني پښتون

په کور کې ټیلویزیون نلرم ، او کمپیوتر یوازې د ضروري کار لپاره کاروم، دری نیم کلن زوی مې د یوه ګاونډي کور کمپیوتر ته ور اموخته شوی دی چې جهادي ویډیوګانې او کمپیوتري ګیمونه په کې ګوري.

بچي مې چې د ګاونډي کره هر څه په کمپیوتر کې لیدلي وي، کور ته په راتلو راته په نیمه ژبه د لیدلیو جریاناتو کیسه کوي، په دې ورځو کې چې د اسلامي دولت ویډیوګانو زور نیولی، نو زما ماشوم زوی یې هم ځان ته ورکاږلی دی، هره ورځ چې کور ته راشي د عراقی مجاهدینو په شان دسمال له سره وتړي، لرګی په لاس کې واخلي او ها خوا دیخوا منډې وهي، د جګړې اکټونه کوي او ورسره د نعره تکبیر په ځای یوازې د تکبیر چیغې هم وهي.

نن یي شاید په کومه ويډیو کې د اسلامي دولت بیرغ په لاس مجاهدین لیدلي وو، چې کور ته راغی نو ویل یي چې هله ماته تور بیرغ جوړ کړئ، بیا بیا مې منع کړ، چې په بیرغ څه کوي، خو ده اصرار کاوو، چې خامخا یي غواړم، ما هسې د ازمویلو په خاطر ورته وویل، چې تور بیرغ څه کوې، د مجاهدینو بیرغ خو سپین دی، ده وویل ما په کمپیوتر کې مجاهدین ولیدل تور بیرغ یې و او کلمه هم پرې لیکلې وه، د بیرغ مینې اخیستي ماشوم تر هغه پورې د کلمه دار بیرغ غوښتنه کوله او بل په هیڅ نه غلی کیده تر څو په همدې ژړا ژړا کې ویده شو .

ددې درې نیم کلن ماشوم فکر او په هغه د ويډیویي نشراتو اغیز ته متوجه شوم، دا ماشوم خو بختور دی چې لږ تر لږه یې اسلامي او جهادي نشرات لیدلي دي او اغیز یې پرې کړی، خو نن سبا د هر ماشوم لپاره معیاري او ګټور ویډیویي نشرات شتون نلري، بلکې زیاتره کورنۍ چې ټیلویزون لري ماشومان یې مزخرف ، بربنډ او بيلاري کوونکي ټیلویزوني نشرات ګوري.

کله چې د ورځې یوه شیبه تصویري نشرات د یوه دری کلن ماشوم ذهن دومره توجیهوي، چې حتی له جهاد، فدایي حملې او په تیره له یو ځانګړي بیرغ سره یې مینه او علاقه وروستي حد ته رسیږي ، دا چې کوم ماشومان او تنکي زلمیان شپه ورځ همداسې نشرات ګوري، نو فکر به یې څومره د ټیلویزوني خپرونو په ولکه کې وي ؟

دې حقیقت ته په پام سره په ډاډ سره ویلی شو، چې نن سبا د جګړې اصلي ډګر تبلیغاتي او مطبوعاتي میدان دی او په تبلیغاتي ډګر کې بیا د بصري یا ویډیویي نشراتو برخه، چې اغیز یي تر ټولو ټاکونکی بلل کیدای شي.

دا چې د هیواد او سیمې په سطحه د تصویري رسنیو او تیلویزونونو شمیر ورځ په ورځ زیاتیږي او حتی تیلویزون ته د لاسرسي لپاره خارجي موسسې په اطرافي سیمو او کلیو کې دلمریزې بریښنا وسائل توزیع کوي، وجه یې داده چې لویدیځوالو ددې رسنیو اغیز حس کړی دی نو ځکه یې د جګړې د بلې هرې برخې په نسبت ورته توجه زیاته کړې ده.

لکه څنګه مو چې په لوړه بیلګه کې ولیدل، تصویري نشرات د لیدونکو په تیره دځوان او نوي نسل د فکر په جوړښت او توجیه کار کوي، او ځانګړی لید لوری ورکوي، کله چې د کوم چا فکر اشغال شي، نو اعضاء چې د فکر تابع دي خود بخوده تابع او په ولکه کې اخیستل کیدای شي.

دا چې نن سبا واقعي اسلامپال خوځښتونه د تصویري نشراتو په برخه کې له بشپړ رکود سره مخامخ دي او په وړاندې یې اسلام ضد تصویري نشرات شپه او ورځ په ډیر شدت سره جریان لري، دا حالت د اسلامي امت د راتلونکي لپاره ستر خطر بللی شو.

ددې خطر د وقایې او علاج لپاره د اسلام په درد دردمنو ته دوه وړاندیزونه لرم که عملي شي شاید ددې هلاکوونکي سونامي اغیز راکم کړای شي.

لومړی : د وقایوي هڅو په توګه دي هغه ټیلویزوني چینلونو او دتصویري نشراتو ادارو ته چې د اسلام ضد او ګمراه کوونکي روحیه لري ، د یوه خطرناک جنګي مورچل په نظر وکتل شي، او د له منځه وړلو، بندولو، خنډولو او بي اعتباره کولو لپاره دې یې جدي هڅې پیل شي او په دې برخه کې دي له ټولو مشروعو لارو استفاده وشي تر څو ددې تبلیغاتي غږ تاندو په شنډیدو سره ځوان نسل له ګمراهۍ وژغورل شي.

دوهم : د تصویري نشراتو په برخه کې دي بالمقابل هڅې پیل شي، اسلامي خوځښتونه باید تصویري نشرات همدومره مهم وبولي او توجه ورته وکړي لکه غربیان یي چې بولي، اسلامپال باید داسې تبلیغاتي تصویري نشرات ولري چې د مسلمان ځوان نسل تنده ماته او غربي نشراتو ته له غوږ نیولو یي راوګرځوي .

که داسې ونشي ، نو لکه زما دری نیم کلن زوی چې د اسلامي دولت یوې ویډیو ورسره په بشپړه توګه اخیستی دی، هغه کورنۍ چې د هالیووډ او بالیووډ تولیدات ګوري باید ډاډه واوسي چې زامن به یې شاه رخ خان او لوڼې به یي انجلینا جولي ته ورته وي، خداې دې نه کړي .

و ما علینا الا البلاغ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x