هلمند: په لښکرګاه کي یو تن بهرنی عسکر طالبانو ژوندی نیولی، او بیا يې وژلی دی
نن ټکی آسیا: بهرني عسکر وايي چي یو تن عسکر يي د افغانستان په جنوب ولایت هلمند کي لا درکه شوی دی، او ګمان کیږي چي طالبانو به نیولی وي، خو طالبانو ویلي چي دغه عسکر د نیول کیدو وروسته ووژل شو.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلی چي تیر ماښام طالبانو د هلمند ولایت د مرکز لښګرګاه ښار اړوند د باباجي د سیمي به کوفکه کلي کي یو تن بهرنی عسکر ژوندی ونیولو، خو وروسته د یو سختي جګړې په ترڅ کې ووژل شو.
نومړي وویل چي اوس ده ته په دقیقه توګه نه ده مالومه چي د وژل شوی عسکر مړی به چیرته وي.
په کابل کې د ایساف رسنیز مرکز هم دا خبره منلي چي ددوی یو تن عسکر لادرکه شوی، او دوی په رسمي توګه دا مني چي د دغه عسکر د موجودیت د ځای څخه ناخبره دي، او په هکله يې څیړني پیل کړي دي.
د سیمي څخه ویل کیږي چي د تیري شپې راهیسي بهرنیو الوتکو خورا زیاتي الوتني پیل کړی دي، او کوشش کوي چي ورک شوی عسکر پیدا کړي.
داسي مالومیږي چي بهرني ځواکونه د طالبانو په خبره باور نه کوي او اوس هم لګیا دي، د هغه د ژوندي موندلو کوشش کوي، ځکه ددوی په فکر کیدای سي دا د طالبانو یو چل وي چي غواړي په دغه توګه دغه عسکر تر یو خوندي ځایه پوري انتقال کړي.
طالبانو ددې تر مخه هم یو امریکايي عسکر د پکتیا په ولایت کي نیولی چي د رواني میاشتي په لومړي تاریخ يې ۲ کاله پوره سول، خو لا يې د ژوند او مرګ درک امریکایانو ته نه دی مالوم سوی.
امریکایان او ټوله بهرني ځواکونه کوشش کوي چي عسکر يې ووژل شي خو د طالبانو په لاس ژوندي ورنه شي، ځکه دا دوی لپاره غټه بدنامي جوړيږي، او طالبان د هغه په واسطه ډیري ګټي لاسته راوړلی سي.