fbpx
دانګام، کنړ، ۱۰ مارچ ۲۰۱۰ - ارشیف

ولسي پاڅونونه که په هیواد کې د کورنۍ جګړې پیلولو لپاره امریکايي دسیسه؟

لیکوال: عبد الرحیم (ثاقب)

د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې لا د جګړو اور نه دی مړ شوی چې د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د یو شمیر رسنیو لخوا د طالبانو په خلاف د ملي پاڅون خبرونه ورکړل شول.
ښايي له دانګام او کندهار پرته د هیواد نورو سیمو ته هم د ولسي پاڅونونو تر نامه لاندې د دغو ګډوډي جوړوونکو پاڅونونو لړۍ اوږده شي او ممکن په ځینو ولایتونو کې دولت پر خلاف او یا هم د غیر مسؤلو وسله والو ډلو تر منځ د داخلي جګړو د پیلولو هڅې په کار واچول شي.

دغه ګډوډي جوړوونکي پاڅونونو د قیقا په داسې وخت کې رامنځته کیږي چې بهرني ځواکونه له افغانستانه خپل پوځونه وباسي ، او د ملي یووالي په نوم حکومت له تقریبا سلو ورځو تیریدو وروسته هم په خپل منځ کې د کابینې جوړولو پر سر توافق ته نه دی رسیدلی.

دلته دا پوښتنه را ولاړیږي چې په دغه ډول یوه غیر مستقر وضعیت کې دغه ډول پاڅونونه د ستونزې د حل او که د هغې د لا ستونزمن کولو په غرض را منځته کیږي؟

ایا ریښتیا هم دا پاڅونونه د طالبانو د فعالیتونو د مخنیوي په خاطر تر سره کیږي ؟ که ځواب هو وي نو ایا دغه غیر منظم او تش لاسي پاڅونونه به تر کومه په خپل دغه اقدام کې بریالي شي په داسې حال کې چې د نړۍ د ۴۸ هیوادونو منظم پوځیان د طالبانو د فعالیتونو په مخنیوي کې د پاتې راتلو له کبله نن بغیر له هیڅ کومې لاسته راوړنې خپلو هیوادونو ته د برګشت په حال کې دي.

همدا راز دولتي منظم قطعات او جزوتامونه نشي کولای چې حتی د کابل په زړه کې د طالبانو د پوځي فعالیتونو مخنیوی وکړي ، نو ایا غیر منظم او غیر مسلح پاڅونوال به څرنګه وکولاي شي په خالي لاس د طالبانو د فعالیت مخه ونیسي؟

په دانګام کې پاڅون د پاڅوالو کومې ستونزې حل کړاي شوې؟

اتلس ورځې وړاندې د کونړ په سرحدي ولسوالۍ دانګام کې یو شمیر کسانو د ملي پاڅون په نوم اعلان وکړ ، هغوی دا ادعاء لرله چې دوی په سیمه کې د طالبانو له کړنو په تکلیف شوي او د هغوی د مخنیوي په خاطر یې پاڅون کړی، خو اوس چې د دوی له پاڅونه اتلس ورځې تیریږي نو نه دا چې د پاڅونوالو په ورځني وضعیت کې کوم ښه والی راغلی ، بلکي په خپلو کلیو او کورونو کې له اوسیدلو هم بي برخې شوي او د ژمې په دغه ساړه موسم کې له تنكيو ماشومانو سره په غرونو او یا هم نورو سیمو کې د کډوالۍ ستونزمنې شپې ورځې تیروي . د پاڅون په ترڅ کې دهغوی ډیر شمیر مړه او ژوبل شول او يو زیات شمیر يي ژوندي ونیول شول، هغه بي وسه دولت چې دوی یې په ملاتړ د پاڅون د عوه کوي له دوی سره د مرستې هیڅ توان نه لري ، هغوی یواځي دومره وکړای شول چې له خارجي ځواکونو څخه په سیمه باندې د بمبار کولو غوښتنه وکړي ، بهرنیانو هم عملا بمباري وکړه چې طبعا به يي ولسي تلفات درلودل، خو بیا هم د دانګام ستونزه هماغسی لاینحله پاتي ده او ښايي دغه ستونزه میاشتو او کلونو ته وغزیږي او د کونړ ولایت نورې سیمې هم متأثرې کړي.

د افغانستان پاڅونونه او د عراق صحوات !

د افغانستان د ولسي پاڅونونو طبیعت او نوعیت کټ مټ د عراق د صحواتو پروګرام ته ورته بهير دی چې په عراق کې د امریکايي ځواکونو لخوا د جهادي مقاومت د کمزوره کولو او کورنۍ جګړې پیلولو په غرض رامنځته شو.

عراق چې له پیړیو راهیسي په سیمه کې د یوه مقتدر سُني مذهبه دولت په توګه پاتي شوی په کال ۲۰۰۳کې تر امریکايي اشغال وروسته یې د هیواد سیاسي واک شیعه مذهبه چارواکو ته وسپارل شوې.

د امریکایانو په مقابل کې عراقي سُنیانو جهادي مقاومت پیل کړ چې تر کال ۲۰۰۸ پوري يې امريكايانوته ملاماتوونكي تلفات وركړل ، چې امریکایان د دغه سُني جهادي مقاومت په له منځه وړلوکې داسې ناکام شول لکه په افغانستان کې چې نن له ناکامي سره مخ دي هماغه وو چې د دغه مقاومت د ځپلو او د کورنۍ جګړې پیلولو لپاره یې یوشمیر سُني مذهبي قومي چارواکي تحریک کړل چې د هغو بهرنیو جنګیالیو په مقابل کې چې په عراق کې د القاعده او نورو بیلابیلو جهادي تنظیمونو په ډلوکې موجود ول قیام وکړي . په عراق کې دغه سُني مذهبه مشران له یوې خوا د واکمنو دولتي شیعګانو له کړنو څخه په تکلیف ول او له بلې خوا د جهادي ډلو په لیکو کې د بهرنیو مجاهدینو له ځینو هغو کړنو څخه چې د دوي د سیمې له طبیعت سره ناسازګاره ناخوښ ول .

امریکایانو د عراقي سُني مشرانو دغه ستونزه درک کړې او هغوی ته يي وویل چې مونږ به تاسي د دولت له چوکاټه بهر په داسې ډول اکمال کړو چې هم د شیعه دولتي ځواکونو له شره وژغورل شئ ، او هم د مقاومت کوونکو ډلو په منځ کې د بهرنیو وسله والو د تجاوزاتو مخه پري ونیولای شئ.

هماغه وه چې په کال ۲۰۰۸ کې په عراق کې د هغه وخت د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډیویډ پترایس عراقي پاڅون کوونکوته د ۲۰۰ملیون ډالره بودجې په منظوري سره هغوی د عراقي مقاومت په مقابل کې د الصحوات په نوم راپورته کړل. دغه تحریک د امریکایانو په لمسون د لومړي ځل لپاره د عراق په لویدیځ الانبار سُني میشته ولایت كې پیل شو چیرته چې د امریکايي اشغالګرو په خلاف د مقاومت کچه تر ټولو لوړه وه .

فلوجه هم د الانبار ولایت مربوط ده کومه سیمه چې په ۲۰۰۸ کال کې يي د امریکايي اشغالګرو پرخلاف عمومي پاڅون وکړ او امریکایانو ورباندې د نورو وژونکو وسلو تر څنګ بیولوژیکي وسلې هم وکارولې خو ويي نکړای شول چې دغه مقاومت وځپي .

په الانبار سُني میشته ولایت کې امریکایانو وکړای شول دصحواتو په جوړولو سره لومړی هلته میشت مجاهدین کمزوري او بیا يي د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ټول له يادې سیمې څخه پرشاتګ ته مجبور کړل.

او د دې ترڅنګ یې په عراق کې د امریکايي طویل المدته پروګرامو د عملي کولو لپاره د عراقیانو تر منځ د کورنۍ جګړې اساس کیښود چې تر اوسه یې هم د دغه متحد هیواد ولس په لمبوکې سوځي.

کله چې امریکایانو ولیدل چې د عراقی مقاومت او ولس پرخلاف يې یادې پروژې مثبته نتیجه ورکړه نو يي همدا پروژه د ملي پاڅونونو تر نامه لاندې په افغانستان کې هم د مقاومت د ځپلو او کورنۍ جګړې د پیلولو لپاره پلي کړه.

په افغانستان کې د غه پروسه چیرته او څه ډول پلي شوه ؟

امریکایانو د دغې پروسې عملي کول د غزني له ولایت نه پیل کړل ، غزني ولایت په مرکزي افغانستان کې د خپل استراتیژیک موقعیت له مخې ډیره مهمه ساحه او د مقاومت زور هم ورکي تر نورو مرکزي ولایتونو ډیر زیات و.

په افغانستان کې د امریکايي مقاومت خلاف تر ټولو خونړي کلونه ۲۰۱۰ ، ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونه ول ، هماغه و چې دوي د ۲۰۱۲کال د جون په میاشت کې د غه تخريبي پروژه په رسمي ډول د افغانستان د غزني په ولایت کې د اسد الله خالد په مشري او د یوه پخواني جهادي تنظیم د دریو هغو قومندانانو په وسیله پیل كړه کومو چې له ډیره وړاندې یې د کابل له حکومت سره عملا د مقاومت په ځپلو کې کار پیل کړی و.

دغو قومندانانو د پروژې د عملې کولو لپاره خپل څو محدود مربوط وسله وال د پاڅون والو په نوم را ټول او هغه یې له رسنیو سره د قومي پاڅون کوونکو په نوم وغږول، خو په حقیقت کې د پروژي عملي کوونکي اشخاص دولتي لوړ پوړي کسان ول چې د بیلګې په توګه یې دمامور جبار شلګري، فیضان لونګ او اسد نومونه د یادولو وړ دي.

د دغوقومندانانو په لمسون د غزني د اندړو ولسوالۍ د کنصف ، عبدالرحیم ، غونډو، صاحب خان او ځینو نورو کلیوکې د هغوی يوشمير توپکوال د غزني ولایت د پاڅونوالو په نوم راپورته شول او دا شعارونه ورکول چې مونږ د طالبانو له کړنو په تکلیف او له هغوی څخه د خلاصون په نیت مو ملي پاڅون کړی .

د پاڅونوالو پلانوونکو او عملي کوونکو په پیل کې خپل پاڅون ته د غزني ولایت د ملي پاڅون نوم ورکړ، خو وروسته چې کله هغه فقط د اندړو ولسوالۍ په ۷ کلیوکې محدود شو نو پرهغه یې د اندړو د پاڅون نوم کیښود ، خو وروسته چې کله د اندړو یوه پخواني جهادي مخکښ قومندان او د اندړو مشهور قومي مشر الحاج خیال محمد حسیني له محلي او نړیوالو رسنیو سره د خپلو څرګندنو په ترڅ کې دا پاڅون امریکایانو په تمویل د اسدالله خالد ناکامه پرو ژه وبلله نو هغه یواځي د هماغه مشخص تنظیم د دریو تنو قومندانانو په وسله والو پوري د شلګر په څو کلیوکې محدوده شوه. اوس له هغه وخته راهیسې تقریبا دری کاله تیریږي چې نه دشلګر پاڅون والو خپله ولسوالۍ له طالبانو خلاصه او نه یې د هغوی د دفعالیتونو مخه ونیولاي شوه ، بلکې داوشول چې دهغې په ترڅ کې د طالبانو او پاڅون والو ترمنځ په سلګونو سيمه ييز کسان مړه او ژوبل شول او تراوسه پوري د پاڅون وال او طالب په نوم په یادې ولسوالۍ کې كليوال خلګ یو دبل له لاسه ځوریږي چې په دې سره امريكايانو د شلګر له پاڅون څخه دا استفاده وکړه چې د شلګر (اندړو) ولسوالۍ د یوه قوم ترمنځ یې د کورنۍ جګړې او ذات البیني دښمنۍ اساس کیښود او پاڅونوال يې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ دیوې دریمې ګډوډي جوړوونکي ډلې په توګه داسې وکارول چې له امله يې د نا امنیو ساحه د اندړو ولسوالۍ هغو برخوته هم وغزیدله چې یومهال نه ورکې د طالبانو وسله والو شتون درلود نه دولتي کسانو . د ولسي پاڅون په نوم دغه امریکايي پروژه چې د غزني په ولایت کې ایجاد شوه فقط د دغه ولایت د اندړو ولسوالۍ له ۴۰۰ کلیو څخه په ۸ کلیوکې د تنفیذ امکان ترلاسه کړ ، د هیواد په نورو برخو لکه لغمان، لوګر، فاریاب ، قندوز او ځیني نوروسیمو کې یې هم اغیزې ښکاره شوې چې هغو یواځي تبلیغاتي حیثیت درلود .

خو امریکایانو وکړای شول د دغو محدودو کسانو په وسیله داسې اعمال او جنایات تر سره کړې چې افغاني ټولنه دهغوی په اړه سخت حساسیت لري .

مثلا ذات البیني دښمني (په کلیوالو سیموکې قتل کول ) داسې یو عمل دی چې افغانان یې له پیړیو وروسته هم له انتقام څخه لاس نه اخلي ، هغه د هیواد په ډیرو سیموکې د افغانانو ترمنځ د کورنۍ جګړې د پیلولو په غرض تر سره شوي . همدا راز د پاڅون والو په نوم دغه خپل سري وسله وال چې نه رسمي ثبت او سجل لري او نه کوم مسؤل جهت تري د پوښتنې مسؤلیت لري د وسلې په زور په کلیوالو خلګو چې څه یې زړه وغواړي هغه کولای شي ، چې ښکاره بیلګي یې په قندوز ، روزګان هلمند او همدا تیره ورځ د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې پریوې ۱۴ کلنې نجلې باندې ډله ییز جنسي تیری دی چې د دغو خپلسرو وسله والو د یوه جنایت په توګه یادولای شو.

د پاڅون والو دغه عمل دا سې یو جنایت دی چې د فردي غبرګون پرځای د قومي او یوه ولسي غبرګون ایجاب کوي او په دې سره د مکملې سیمې او ولسوالې د خلګو ترمنځ د داخلي جګړو امکان شونی دی چې دا ټول په تدریج سره د کورنۍ جګړې د پیلو لو او غزولو امکانات برابروي.

د پاڅونونو په موثریت کې د عراق او افغانستان مختلف شرائط.

په عراق کې چې د عراقي مقاومت د ځپلو لپاره د صحواتو امریکايي پروژې مثبته نتیجه ورکړه ، لامل یې داوه چې هلته سُني مذهبه خلګ هم د هغو بهرنیو مجاهدینو له کړنو چې د دوي د هیواد له ټولنیز وضعیت سره په نابلدي کې یې ترسره کول ناراضه او هم د خپل شیعه پلوه حکومت لخوا له ټولو حقوقو څخه محروم کړای شوي ول ، دوی دا فکر وکړ چې امریکایان به مونږ په هماغه اندازه اکمال کړي لکه څومره چې زمونږ مخالف شیعه مذهبه دولت اکمالوي ، نو هماغه وه چې زیاترو قبیلو په مکمل ډول د امریکایانو په حمایت پاڅون وکړ او په لومړي سر کې یې هغه بهرني مجاهدین چې د عراقي مقاومت په لیکوکې د امریکایانو پرخلاف جنګیدل له خپلې سیمي په شا کړل.

خو د افغانستان او عراق شرائط فرق لري ، دلته تر اوسه پوري نه دمقاومت په خواکې او نه هم په دولتي طرف کې د سُني او شیعه خبره مطرح ده . له بلې خوا په افغانستان کې د عراق په نسبت نه دومره بهرني مجاهدین شتون لري او نه هغومره موثریت . په عراق کې تر محلي مجاهدینو ابو مصعب الزرقاوي چې د اردن هیواد د زرقاء ښار اوسیدونکی وه ډیر شهرت درلود .

همدا راز په عراق کې د صحواتو تأسیس نور هم ډیر مذهبي ، قومي او فرقه يي لاملونه لرل ، ځکه هلته عربانو د کُردانو په خلاف په سابقه دور کې ډیرې ناخوالې تیرې شوي وي ، همداراز د شیعه او سني ترمنځ او …

خو په افغانستان کې د غه عوامل موثریت نه لري .

د مقاومت لوری د دې هیواد له شیعه ګانو سره د مذهب په نوم هیڅ مشکل نه لري . همداراز دلته د دې هیواد د قومونو ترمنځ داخلي اختلافات او مشکلات هغه حدته نه دي رسیدلي لکه د عراقي ولس د اړونده ملیتونو ترمنځ .

امریکایانو په افغانستان کې یواځې له تنظیمي اختلافاتو څخه په استفادې سره دغه تخریبي پروژه د عملي کولو په نیت پیل کړه ، خو تنظیمي رول هم په عمومي توګه د افغانانو په منځ کې اوس پخوانی مؤثریت بایللی او ډیر داسې کسان عملا له امریکایانو سره د مقاومت په صف کې ولاړ دي کوم چې د هغوی تنظیمي رهبران د امریکایانو ملاتړکوي .

څرنګه کولای شو خپل ولس ته د دغې دسیسې له شره نجات ورکړو ؟

د ولسي پاڅونو نو په نوم د امریکایانو دغه د سیسه په حقیقت کې دهغوي د اشغال تر ټولو خطرناک پلان دی چې د افغان ولس پرخلاف تر سره کیږي ، ځکه دهغې خطرناکې اغیزې د ډیروخت لپاره د افغانانو په منځ کې پاتې کیدای شي او کولای شي تر پیړیو پوري د افغان ولس امنیت او ملي وحدت وګواښي.

د دغې خطر ناکې دسیسې په مخنیوي کې په لومړي قدم کې د قومونو مشران ، علماء او ټولنیز مخور لوي مسؤلیت لري چې د دښمن دسیسوته متوجه او په تشو پلمو د دښمن د دغه دام ښکار نشي .

په دوهم قدم کې طالبان مسؤلیت لري چې له ولسي خلګو سره د ښه چال چلند او اسلامي تعامل په غوره کولوسره دښمن ته د دې فرصت په لاس ور نکړي چې د ولسي خلګو له نارضایتي څخه د هغوي په خلاف دغه دسیسه وکاروي او په نتیجه کې د ټولې سیمې او ولس ژوند له ناامني سره مخامخ کړي .

طالبان باید د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د داخلي ځواکونو په وړاندې په تیره د ولسي خلګو د امنیت او دهغوي لپاره د یوه پُرامنه ماحول چې د دوي ټول حقه حقوق اوسالمې غوښتنې ورکې متحققې وي د برابرولو کوښښ وکړي . او د ولسي خلګو د رضایت او خوشاله ساتلو له لارې خپل هیواد او ولس د دښمن د دغې خطر ناکې دسیسې له شره وژغوري.

avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Hameed
میلمه
Hameed

ثاقب صاحب بیدون له چاپلوسی نه واقعا چی دیوی موضوع په تحلیل کی هر اړخیزه لیکنه په روانه ساده او سلیسه ژبه کوی ستا نوری لیکنی هم ما لوستی دی هغه هم همداشان هر اړخیزی دی چی دیوی موضوع هر اړخ یی را سپړلی دی جزاک الله وجعلها فی میزان حسناتک افغانان باید نور پوه شی او یو دبل وژنه باید بنده کړی

عبدالرحیم (ثافب)
میلمه
عبدالرحیم (ثافب)

مننه محترم ورور حمید صاحب ستاسی له حسن نظر څخه

خدای تعالی مو تل په خپلو شرعي آرمانونو کې موفق اوبریالي لره .

بیاهم مننه