fbpx

حجاب په اسلام اوساينس کی(۱۴)

عبدالغفارجُبیر

6: حجاب ايمان دی:

الله جل جلاله چی کله هم د حجاب امرکوی نو دا خطاب و غیرمسلمو ښځو ته نه کوي بلکه په ایاتوکې د (المومنات)  لفظ راځي چې یواځې ومومنو ښځو ته بیان اوحکم کوي، حضرت بې بې عایشې رضی الله عنها ته دبنوتمیم د قبېلې څه ښځې راغلې چې نازک کالي يې په تن و، نو د مسلمانانو مور بې بې عایشې رضی الله عنهاورته وویل چې که مسلمانانې یاست نو دا کالي خو د مسلمانانو نه دي اوکه مسلمانانې نه یاست بیا پر دغو کالوخوندواخلئ.

7: حجاب حيا ده:

زه د ډېرو احادیثو څخه دوه حدیثونه لیکم:

اول:  نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: چې هر دین خپل ځانته عادت او اخلاق لري چې داسلام عادت اوخلاق حیاده۔

دوهم: حیا ایمان دی اوایمان جنت دی۔

په حجاب کې د ښځې ټوله حیا خوندي ده، چې دا حجاب د ښځې یو طبعي ځانګړتیا او اړتیا ده۔

ددې ټولو ښېګڼو په درلودلو سره باید داُمت مسلمه هر بچی په پوره ویاړ او سرلوړۍ سره حجاب عملي کړي، تر څو هم د دې دُنیا او هم د اخرت د ښېګڼو او جنت د لاسته راوړولو سبب وګرځي.

د روم د امپراطورۍ پر مهال حجاب:

د رومیانو امپرطوري چې د ټولې اروپاد تهذیب اوتمدن زانګو ده، ددې امپراطورۍ په عروج او زوال کې پردې (حجاب) ځانګړی حیثیت درلود، د نولسمې پېړۍ په دایرة المعارف(Encyclopedia) کې لیکلي دي:

د رومیانو ښځو د نرو په شان کارونه خوښول او ښځو د خپلو کورونو کار کاوه، او د ښځو خاوندانو، زامنو او وروڼو به په میدان کې د جنګ همېشه سرونه قربانول، د کور د کارونو څخه علاوه ښځو د ټوکرانو جوړول  او تارونه به ئې ورېشل، رومي ښځو به سخته پرده کوله او کله چې د خپلو کورونوڅخه وتلې نومخ پوښ(نقاب) يې اغوست او بیا تلې، اوکله به يې یو پنډ څادر پر ځانو اچاوه او ټول ځان به يې پټاوه، چې رومي ښځې په دې نقاب او څادروکی نه پېژندل کېږي.

نور بیا…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د