
استرالیایي واټمور د زیمبابووي مشر روزونکی وټاکل شو
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۰مه ۱۳۹۳ل): د زیمبابووي کرکټ بورډ اعلان کړ چې استرالیایي روزونکی د دغې هیواد ملي لوبډلې نوی روزونکی د راتلونکی نړیوال جام لپاره ټاکل شوی.
له واټمور څخه وړاندې ستېفن منګونګو د دغې لوبدلې مشر روزونکی و خو د دغې لوبډلې د پاکستان پر وړاندې له پرلپسې ماتې وروسته دوه اونۍ مخکې له دې دندې ګوښه شو.
په دې اړه د زیمبابووي کرکټ بورډ مشر وویل:« د واټمور دنده نړیوال جام لپاره د لوبډلې تیارول دی. له نړیوال جام وروسته به مونږ له واټمور سره اوږمهاله قرارداد لاسلیک کړو.»
واټمور اوسمهال ۶۰ کلن دی او له دې مخکې د بنګله دیش، پاکستان او سریلانکا هیوادونو مشر روزونکی پاتې شوی. ډوګلاس هونډو چې د زیمبابووي لوبډلې د توپ اچونې روزونکی دی د واټمور مرستیال ټاکل شوی.
د زیمبابووي پخوانۍ مشر روزونکی منګونګو وروسته له هغه ګوښه شو چې د زیمبابووي لوبډلې د پاکستان الف لوبډلې په وړاندې په ۸ لوبو کې سخته ماتې وخوړه.
واټمور وویل:« د دغې لوبډلې لپاره مې خپل هدف ټاکلی او غواړم چې دغه لوبډله په نړیوال جام کې ۸ غوره لوبډلو کې شامل شي که څه هم چې راتلونکی نړیوال جام ته لږ وخت پاتې.»