افغانستان

روزګان: د چهارچینو د اربکیانو مشر ـ لنډوـ ووژل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): تېره شپه د روزګان په دهراود ولسوالي کې د طالبانو په برید کې د چهارچینو د اربکیانو مشر قومندان لنډو ووژل شو.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي وايي، چې د دوی دریو تنو ملګرو د چهارچنیو ولسوالي د امنیه قومندان په مرکز برید وکړ، چې قومندان لنډو پکې له څلورو ملګرو سره ووژل شو.
د طالبانو د خبرپاڼې له مخې برید په دهراود ولسوالي کې د چهارچینو د امنیه قومندان حاجي طالب په مرکز شوی دی او درې تنه بریدګر طالبان بېرته روغ رمټ ستانه شوي دي.

په یاد برید کې د قومندان لنډو په ګډون د هغه څلور تنه ملګري هم وژل شوي او پنځه تنه نور اربکیان سخت ټپیان شوي دي.

قومندان لنډو په چهارچینو کې په وحشت کې نوم درلود، چې «بچه بازی» يې بېله ځانګړنه وه او د جمعې شپه به يې بې سازه نه تېروله.

په کابل پوهنتون کې د روزګان د چهارچینو یو تن محصل چې اوس ژمني کوروسونه لولي د نوم نه ښودو په شرط نن ټکی اسیا ته وویل، چې قومندان لنډو به په کلیو کې په هلکانو پسې تالاشي کوله، د هغه په خبره چې کوم هلک به يې خوښ شو، بیا يې کورنۍ ورته نه نه شوای کولا.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ د طالبانو له لوري د غزني په مقر کې د مقر د اربکیانو مشر فیضول هم له خپلو څلورو ملګرو سره په بمي چاودنه کې ووژل. فیضول پخپله تر لاس لاندې سیمه کې یو ملا هم نه و پرې اېښی او نږدې ټول مسجدونه يې تړلي وو.

تر دې وړاندې د غزني په قره باغ کې د مداعظم نږدې کس له خپل هلک سره یوځای طالبانو ژوندی ونیو چې څو ورځې وروسته يې وواژه.

پر دې سربېره په نږدې وخت کې د لوګر د اربکیانو مشهور قومندان سبز علي په سرتېري برید کې له منځه لاړ، چې څو ورځې وړاندې په لوګر کې د اربکیانو وروستی قومندان سید اغا هم د ماین ښکار شو.

یاده دې وي په ژمي کې د طالبانو عملیاتو او د اربکیانو د مشرانو په نښه کولو، د اربکیانو روحیه خورا ځپلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x