افغانستان

ننګرهار: د ګډو ځواکونو په برید کې ۱۳ طالبان او ۷ تنه ملکي کسان شهیدان شول

mujahideenنن ټکی آسیا: طالبانو اعلان وکړی چي تیره شپه د ننګرهار په ولایت کې د ګډو ځواکونو ناڅاپي برید کي ۱۳ طالبانو او ۷ تنه ملکي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په دغه اړه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي تیره شپه بهرنیو او افغاني ځواکونو د هوايي قواوو په ګډون د ننګرهار ولایت د شیرزاد ولسوالۍ د مرکیخیل په کلي کې پر طالبانو نا څاپی برید وکړ، چي ورسره طالبانو سخت مقاومت وکړ،

او د جګړې په ترڅ کې ۱۳ طالبانو او ۷ ملکي کسان شهیدان سول.

هغه زیاته کړه چي د مقابل لوري هم لږ تر لږه ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله ورسیده.

د سیمي اوسیدونکو ویلي چي په مړو کي د طالبانو یو سیمه ایز مشهور قوماندان محمد اسماعیل هم شامل دی.

د سیمي اوسیدونکو دا هم تصدیق کړې چي په پيښه کې ۲۰ تنه وژل شوی، خو چي ټول طالبان دي، او که ملکي خلک هم ورسره دي، په دې اړه يې لا تر اوسه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x