طالبان: د بهرنیانو له وتلو وروسته به افغانستان د سولې مرکز وي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): طالبانو د ناټو د پوځي ماموریت د پای ته رسېدو په مناسبت په خپل رسمي غبرګون کې ویلي چې د بهرنیانو له وتلو وروسته به افغانستان د سولې مرکز او هیچا ته به خطر نه وي.

طالبانو په دې اړه خپله اعلاميه کې ویلي چې د بهرنیانو په وړاندې بریا او د هغوی ماتې د یو ویشتمې پېړۍ «خارق العاده پېښه» ده، او زیاتوي: «په خارجي یرغلګرو باندې د افغان مومن ولس جهادي بريالیتوب د یویشتمې پیړۍ هغه خارق العاده پیښه ده چې يواځې د الهي نصرت او جهادي سرښندنو په برکت د دغه غیرتي ولس په برخه شوي او په عزت او شرف یې ټول اسلامي امت ویاړي.»

طالبانو په بهرنیانو غږ کړی چې له پوځي ماموریت سره جوخت دي هر ډول ماموریت ته د پای ټکی کښېږدي، په اعلامیه کې راغلي: «د امنیتي تړون او یاهم د دائمې اډو تر نامه لاندې نور ستاسي موجودیت دلته نه افغانانو ته د منلو وړ ده او نه هم د افغانستان او سیمې له ثبات سره مرسته کولای شي. تاسې چې په تیرو ۱۳ کلونو کې دشاوخوا ۱۵۰۰۰۰ پوځیانو او پراخ بین المللي ملاتړ سره سره دلته څه تر لاسه نه کړای شول.»

طالبانو په خپل رسمي درځ کې وړاندي ویلي، چې بهرنیانو د خپلو دیارلسو کلونو تکلیفونو ثمره افغان حکومت ګڼي چې د دوی په خبره د نړۍ په کچه د بې نظمۍ مرکز دی، دوی له امریکایانو پوښتي: «دا درته وایو چې ایا تاسو تیاریاست د یوې ورځې لپاره دغه ډول فاسد، ناکامه ، ګډ وډ او منفور حکومت د خپل هیواد او ولس لپاره ومنئ؟»

باید وویل شي چې ددې تر مخه هم طالبانو د ایساف د ماموریت د ختمېدو په مناسبت په خپل دریځ کې ویلي وه چې ناټو ماتې وخوړه، او خپل هیڅ اهداف یې تر لاسه نه کړه

دغه اعلامیه چې نن ټکي آسیا ته نن ورځ رسیدلې، نن ټکی آسیا یې د خپل اهمیت له کبله او د کتونکو د لا زیاتو معلوماتو په موخه کټ مټ نشر ته سپاري:

د یرغلګرو ځواکونو د پرشاتګ د نیټې د رارسیدو په مناسبت د اسلامي امارت اعلامیه

أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ *الحج 39

د افغانستان مؤمن او مجاهد ولسه!  ناصر او متعال خدای جل جلاله  لره  حمد او ثناده  چې  د جهاد د لارې خالي لاسي عقیدوي لارویان یې  د باطل  پر مغرورو  او مجهزو پلویانو غالب او کامیاب وګرځول ، اشغال شوی افغانستان یې د کفري یرغلګرو له تسلط څخه د آزادۍ درشل ته نیږدي او دلته راغلي تیري کوونکي یې له ناکامي او رسوايي سره مخ کړل.

په خارجي  یرغلګرو باندې د افغان مومن  ولس  جهادي  بريالیتوب  د یویشتمې  پیړۍ  هغه  خارق العاده پیښه ده  چې  يواځې د الهي  نصرت  او  جهادي  سرښندنو په  برکت  د دغه  غیرتي  ولس  په  برخه  شوي  او په  عزت او شرف یې  ټول  اسلامي امت ویاړي ، اسلامي امارت  د  دغې  لویې کامیابي  په مناسبت   د  خپل  هیواد  د  ټولو اړونده  قضایاوو  په اړه   خپله تګلاره  په  لاندې  توګه  اعلاموي.

د  بهرني  اشغال  په  اړه :

افغانستان  د افغانانو هیواد  او  د  هغه  ټولې قضایاوې  په  افغانانو  پورې  اړه لري،  نه  افغانان  بل چاته  د خپل هیواد په  داخلي  چارو کې  د  مداخلې اجازه ورکوي  او  نه   بل  څوک  دا حق لري  چې  د ناموجهو  پلمو  تر نامه  لاندې  د افغانانو په خاوره  کې خپل  نامشروع  اشغال  او مداخلې تمدید ته   دخپلو لاس پوڅو  په موافقه زمینه  سازي  وکړي ، په ۲۰۰۱ م کال کې  امریکایانو  د  دغه  حقیقت په  له پامه  غورځولو  او  د سپتمبر د پیښې  د انتقام  په پلمې سره   پر افغانستان  ناروا یرغل  وکړ ، پوره ۱۳ کاله  يې  د  دغې نامشروعې  او بیساري ظالمانه مداخلې او اشغال په ترڅ کې   د افغانانو  د  دیني معتقداتو  او اصیل افغاني  فرهنګ  خلاف  کړنې  تر سره   او  دلته  یې  د  ترقۍ ، آبادي  او آزادۍ  تر  نومونو لاندې  د  مظلومو  افغانانو  پاکې وینې  وبهولې .  نن   په  داسې حال   له  افغانستانه  خپل یرغلګر ځواکونو بیرته باسي  چې دلته  يي  د افغانانو د برحق  مقاومت  په مقابل کې پوره شکست خوړلی او د یرغل لپاره تراشلې ټولې  پلمې  یې  له یاده وتلې، اسلامي امارت اوس هم  د امریکایانو دغه  اقدام  د افغانستان ، سیمې او خپله امریکایانو په ګټه بولي او د سپینې ماڼۍ  چارواکو ته   دا  وايي چې  د افغانستان  د لانجې حل  له  دغه  هیواد څخه  ستاسي  په  مکمل  پرشاتګ  کې دی ، باید  دا پرشاتګ  مو مکمل او هراړخیزوي، د امنیتي تړون  او یاهم  د  دائمې اډو تر نامه لاندې  نور ستاسي  موجودیت   دلته     نه  افغانانو ته   د منلو  وړ ده او نه  هم  د افغانستان  او سیمې له ثبات سره مرسته کولای شي.  تاسې چې  په تیرو ۱۳ کلونو کې  دشاوخوا ۱۵۰۰۰۰ پوځیانو او پراخ  بین المللي ملاتړ سره سره  دلته  څه تر لاسه نه کړای شول ، تر دې  وروسته  یې په محدود شمیر پوځیانو او محدودو اډو سره  هم  نشئ ترلاسه کولای ، افغانانو  لکه  مخکې  چې  ستاسي  اشغال  و نه  مانه  اوس  هم  پر هغې ارادې ټینګ دي  او  په  هیڅ صورت  ستاسي موجودیت  نه  سي منلای ، نو حتمي ده  چې د هغوی  د ارادو  درناوی وکړۍ  او د افغانانو له خاورې  خپل  پرشاتګ  مکمل  کړئ.

په  افغانستان  کې  د خارجي  ځواکونو د لاسته راوړنو  او د هغوي  د ماتي په اړه:

د  دې  لپاره  چې  په  راتلونکي  کې  نه  امریکایان  او نه  هم  د  هغوی ایتلافيان   په افغانستان  کې  د مداخلې لپاره  زړه ښه کړي،  اسلامي امارت  هغوی ته  د یو شمیر  واقعیتونو په وریادولو سره  دا وايي  چې  د۱۳کلن اشغال پرمهال ستاسي په خپل اعتراف دلته ستاسي  ۴۰۰۰ پوځیان وژل شوي ،لسګونه زره ژوبل او په لسګونوزره نور په  رواني ناروغیو اخته شوي ، په لسګونو زره پوځي او تخنیکي پرمختللي  وسائل  مو تخریب شوي ، ټولې پوځي استراتیژۍ مو له ناکامي سره  مخ  او ګڼ شمیر مشهور اوغښتلي قومندانان مو د افغاني غازیانو د ګذارونو په مقابل کې  بي موراله شوي ، تریلونونه  ډالرمو لګولي او د خپل اشغال د کامیابي لپاره  مو د  افغاني  جهادي مقاومت  د له منځه وړلو  لپاره   ټولي ممکنې لارې چارې کارولې ، خو هغو  ټولو ستاسي  د  مطلب  برعکس  نتیجه  ورکړي ؛ ځکه  دلته  ستاسي  د  دغو ټولو دیارلس کلنو بشري  او  مالي تلفاتو محصول  داسې یو مختلف الاضلاع  رژیم   منځته راغلی  چې  د هغه  د چارواکو ترمنځ  جوړ جاړي  او یووالی ستاسي تر توان هم  وتلې  خبره  ده ،   پر دې سربیره دغه رژیم    په اداري فساد ، د  نشه يي تو کو په تولید ، د بشري حقونو په تخطي  کې  نړیوال  ریکارډ لري، له امنیتي  پلوه ستاسی تر حمایه لاندې نظام  د نړۍ په کچه د   بې نظمۍ  مرکزدی  چې  دښځو پر وړاندې  د خشونت پیښې ، د ايډز انتشار، وسله والې غلاوې ، اختطافونه  او ټولې  بدمعاشۍ ستاسي تر سترګو لاندې  په کې  تر سره  کیږي ، دا  زمونږ تبلیغات  نه بلکې  ټول  هغه  ملموس حقائق  دی چې  تر  بل  هر چا  له مخه   تاسي  ورباندې  اعتراف  لرئ!

اوس  له تاسو  نه   دا پوښتنه کوو  چې ایا ستاسو دغه  ټول ځاني او مالي تلفات  دهمدغه  ډول حکومت  لپاره  ول ؟

ایا ستاسي له نظره  د ترقي ، آزادي ، او سوکالي مفهوم په همدغه ډول یوه حکومت کې نغښتی؟

ایا  ریښتیا  همدا حکومت  ستاسي په  اصطلاح  د افغانانو د ملي یووالي  ممثل  دی؟

د دې پوښتنو منطقي ځواب ویل مونږ ستاسي ضمیر او وجدان ته  پریږدو  او دا  درته  وایو چې  ایا تاسو تیاریاست  د یوې  ورځې  لپاره   دغه  ډول  فاسد، ناکامه ، ګډ وډ  او  منفور حکومت  د خپل  هیواد  او ولس   لپاره   ومنئ؟

د  خارجي ځواکونو تر وتلو وروسته له  هغوی سره  د تعامل  په اړه:

د افغان مسلمان ملت  د  دیارلس کلن  مشروع او فرضي  دفاعي  جهاد  په نتیجه  کې  چې  نن   د  امریکایانو  په شمول  ټول خارجي  ځواکونه ناکام  او په  ځوړند سر له  افغانستانه  پرشاتګ ته  مجبور شوی  اوس  یې  بیا د خپل  اشغال  د  توجیه لپاره   دا تبلیغات  پیل کړي  چې  که  خارجي  ځواکونه  مکمل ووځي افغانستان  به  بیا  د بي  ثباتي  په  مرکز بدل  شي .

اسلامي امارت  په دې اړه په  مسؤلیت سره وايي چې  که  افغانستان  د امریکايي اشغال  له وحشت  نه بیغمه  شي نو به  دلته  بي ثباتي  نه وي ،  خارجي  موجودیت دلته  د هرې بي ثباتي منشأ اولامل دی ، تاسو دلته  د په اصطلاح تروریزم سره  د مبارزې په پلمه  جګړه  پیل کړه ، خو تروریستي اعمال  ستاسي  د لوړرتبه چارواکو تر نظارت لاندې  په بګرام  ،او د هیواد په  نورو سري زندانونو کې ترسره کیدل ، د سوله ساتوځواکونو لخوامو  د سولې  تر نامه لاندې د کندهار په زنګاوات ، کونړ، قندوز، فراه بالابلوک ، عزیزاباد،خوست ، لوګر ، میدان ښار، ننګرهاراو…. کې معصوم ماشومان په سرو وینو ولمبول .  دا  هرڅه  ستاسي په خپل اعتراف  په  هغو رپوټونو  کې  افشاء شوي  چې  په  دې  وروستیوکې  نړیوالو رسنیو خپاره کړل ، اسلامي امارت د امریکاپه شمول ټولې نړۍ ته  وايي چې  افغانستان به  د خارجي ځواکونو تر وتلو وروسته  د امن  په  مرکز بدلیږي او هیچاته  به د دې اجازه نه ورکول کیږي چې له دې  هیواده   د ي بل چا ته ضرر ورسوي.

اسلامي امارت  دمعقولو او مدبرانه هڅو په موثریت   باور  لري چي  ښه بیلګه  یې د هغه  امریکايي اسیر( بوبرګدال )  تبادله  ده کوم  چې  د اسلامي امارت  مجاهدینو د پوځي عملیاتو په ترڅ کې اسیر  او امریکایانو یې د خلاصون لپاره   پوره   پنځه  کاله  خپل  ټول  پوځي توان  وکاراوه   خو هیڅ  یې و نکړای  شول ، مګر چي کله امریکا په دي پوه شوه چي دا موضوع دزور له لاري نه حل کیږي له هغه وروسته دا کار  په  ډیره اسانه  او دجانبینو لپاره  په مفیده  توګه تر سره شو . که نور هم  امریکایان  یانور  خارجیان غواړي  له اسلامي امارت  سره  خپلې  غوښتنې  له سالمو  ،معقولو او اصو لي لارو  مطرح کړي  دا کار  په  مثبته  او  اسانه  توګه  تر سره کیدای شي ، خو  په  هغه صورت  کې  چې  هغوی اشغال پای ته ورسوي، د زور او تهدید له منطقه لاس  واخلي ، واقعیتونه  ومني  او د هغو په رڼاکې  پالیسي جوړه کړي  .

او په اخیر کې خپل قهرمان او غیرتي ولس ته !

افغان مجاهد ولسه !  نن  چې نړیوال استکبار له  خپل  ټول  پوځي ، اقتصادي  او تخنیکي  زورسره  سره  ستا له  غیرتي ټاټوبي نه  په ځړیدلي اور میږ  د شاګرځ   او تیښتي په حال کې  دی  دا  ټول  لومړی  د الله  د نصرت او بیا ستا  سو نر اوښځو دمقدس  جهاد، سرښندنې او قربانیو برکت دی ، بي له شکه چې ته د نړۍ پر مخ  یوقهرمان  ملت یې ، هغه ملت  چې ستا اراده او عزم  تر پولادو هم ټینګ دی . ستا  د  دغه  مستحکم  عزم او  ارادې  په  مقابل کې  د یرغلګرو  ټول  پولادي  وسائل  ټوټه  ټو ټه  او  له منځه لاړل ، خو ته بیاهم  د خپل دین اوهیواد له حریم څخه  د دفاع په میدان کې ثابت ولاړیې ، پر تا دي  بې شمیره  افرین او تحسینونه وي نور دې هم  پردښمنانو کامیاب  غواړو الله تعالی دی  ستا د غیرت  او شجاعت له برکته  نورګران هیواد  د امن ، سوکالۍ او نیکمرغي مرکز و ګرځوي . موږ په دې افسوس کوو چي ځني نا پوهان او دپردیو معاش خواره ستاسو قهرماني او دویاړه او افتخاره ډکي جهادي کار نا مې په یوه یا بل نا مه په نورو هیوادنو پوري تړي چي دا دښمنانو یوه لویه دسیسه ده چي  هیڅکله به ور کي کامیابه نشي

د  اسلامي امارت  قیادت  ستا په  سرښندنواو قهرمانیو ویاړي ، او  د  دښمن دغه تاریخي  شکست  ستا د قربانیو محصول بولي ، څښتن تعالی  دې وکړي چې د تیر دیارلس کلن سرلوړي جهاد په برکت مو هیواد د آزادۍ ، هوساینۍ او نیکمرغۍ ټاټوبی شي.

د  افغانستان اسلامي امارت

۹/۳/۱۴۳۶هـ ق

۱۰/۱۰/۱۳۹۳هـ ش ــ 2014/12/31م

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د