نړۍ

اسرائیلۍ میرمن په چاړه وژل شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): تیره شپه د اسرائیلو امنیتي ځواکونو د یوې یهودۍ ښځي داسې جسد موندلی چې بدن یې په چړو څو ځلې وهل شوی.

روغتیايي چارواکو ویلي چې تیره شپه ناوخته په لس نیمي بجې دوی ته خبر ور کړ شو، چې د ایلات ښار په لوس انجلس سړک باندي یوه بې هوښه ښځه په داسي حال کې پرته ده چې تر بدن یې ویني بهیږي.

دغو چارواکو زیاته کړې چې سیمي ته د دوی له رسېدو سره سم، ټپي شوې ښځي ساه ورکړه.

تر اوسه معلومه نه ده چې ایا دا به هم د هغه عملیاتو برخه وي چې له څه مودې راهیسې د اشغال شوې فلسطین په هغو سیمو کې پیل شوي، چیري چي د اقلیت په توګه فلسطینیان هم اوسیږي.

فلسطیني ځوانان په دغو سیمو کې د اسرائیلو څخه د غچ اخیستي په موخه هغوی په موټرو وهي، په بازارونو کې یې په چړو وهي، او یا هم ډزي ورباندي کوي.

په غزه کې د حماس ډلې د دغه عملیاتو ستاینه کړې، او دا یې د هر فلسطیني روا حق بللی وو، او ویلي وه چې دوی د اسرائیلو تر واک لاندې سیمو کې ټول ځوانان دې ته هڅوي، چې د خپلو هغو ماشومانو، ښځو او ولسي وګړو غچ واخلي چې د اسرائیلو په تیرو بمباریو کې وژل شوي.

د حماس ډله وايي چې فلسطیني ځوانان باید د خپل مقدساتو د دفاع په خاطر له هري وسیلې څخه کار واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x