افغانستان

ننګرهار: بټي کوټ کې ډله ییز برید پنځلسو تنو ته مرګ ـ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي چې د دې ولایت په بټي کوټ ولسوالي کې د حافظ کوډۍ په بازار کې څو تنو په عسکرو مخامخ بریدونه پیل کړي دي، چې لا هم روان دی.

برید نن سهار شاوخوا نهه بجې پیل شوی، چې تر اوسه پکې پنځلسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ویل کېږي په پېښه کې درې تنه وژل شوي او دوولس نور ټپیان دي، چې د بټی کوټ د سیمه ییز روغتیايي مرکز د ډاکټر په وینا د ټپیانو حالت د اندېښنې وړ دی.

د ننګرهار امنیه قومندان پېښه مني، خو وايي چې له بشپړو جزیاتو معلومات نه لري.

تر اوسه د وژل شویو او ټپیانو اړوند نور معلومات نه دي تر لاسه شوي، خو ویل کېږي چې ډېری يې په کوډۍ بازار کې مېشت پولیس دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x