شعـــــرونه

روغ رانه تللای نه شې ـ رزین

اسدلله رزین

ړونداو یا شل به دې وړي روغ رانه تللای نه شې
وزه په نیم ځان وزه بل شان و تلای نه شې

کومه نشه کې راغلې څنګه برګ برګ دې کتل
ځمکه دې نه لیدله اسمان ته جګ دې کتل
اوس به په غلا تښتې سم تښتیدلای نه شې
وزه په نیم ځان وزه بل شان و تلای نه شې

تا نور هیڅ  شی نه لیدل وې د امریکا نشه کې
په ټانګ څرخکې خطا وې د اروپانشه کې
تابوت ته وار ونیسه نور هیڅ کو لای نه شې
وزه په نیم ځان وزه بل شان و تلای نه شې

تاته نخره ښکارېده بېرته وتل دې هېر و
وچ لانده ګډ دې خوړل خو هضمول دې هېر و
دلته هر خوا میوند دی ترې خلا صیدلای نه شې
وزه په نیم ځان وزه بل شان و تلای نه شې

(رزینه) خولې ما ته وي داړه ماران نه مني
د یوویشتمې پېړۍ غله – بدمعاشان نه مني
دلته يې ملا لې کلی بوشان منلای نه شې
وزه په نیم ځان وزه بل شان و تلای نه شې

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالخالق همت

الله دي کامياب لره فه شعرو کي دافغانان دي غيرت من قوم چي دنيا فيژندلي دي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x