نړۍ

امنیت شورا کې امريکا د اسراييلي ښکېلاک د پای ته رسولو قرارداد لغوه کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي۱۰مه، ۱۳۹۳ل): که څه هم د محمود عباس په مشرۍ د فلسطین حکومت په دې راضي شو، چې د مسلمانانو لومړۍقبله او د ځمکې پر سر درېیم مقدس مسجد لرونکی ښار «القدس» اسرايیلو سره په نیمه خپل د سلب شوي هیواد پلازمینه اعلان کړي، مګر بیا هم د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا له خوا د ویټو واک په کارونې سره د عربي هیوادونو هغه غوښتنه رد شوه، چې اسرايیلو څخه غواړي په راتلونکو ۲ کلونو کې دې د فلسطیني ځمکو اشغال ختم کړي.

تیره ورځ د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د اردن په غوښتنه یوه بیړنۍ غونډه راوبلل شوه، چې غوښتل یې د عربي هېوادونو هغه نوی پریکړه لیک امنیت شورا ته وړاندي کړي، چې له مخې به یې راتلونکو دوو کلنو کې اسراييل د فلسطيني ځمکو اشغال پای ته رسوي، بندیان دې خوشي کړي، په ۱۲ میاشتو کې دننه دي ټولې موضوعګانې وڅیړي او د حل لارو هڅي دې وشي او درېیم هیواد دې وټاکل شي، چې هغه له فلسطیني ځمکې څخه د اسرايیلیانو د وتلو څارنه وکړي او د فلسطیني هیواد د خپلواکۍ ضمانت دې ورکړي.

که څه هم مخکې تر دې فلسطینيانو، عربي او اسلامي هیوادونو تل په دې ټینګار کاو، چې فلسطيني دولت به په رسميت پيژندل کيږي او پلازمینه به يې القدس ښار وي او د عربي هیوادونو په دې وروستۍ پریکړه لیک کې هم القدس ښار د فلسطین یوازینۍ پلازمینه بلل شوې وه، خو د فلسطیني حکومت مشر محمود عباس په غوښتنه په پریکړه لیک کې نرمښت را وستل شوی او القدس ښار د دواړو هیوادونو، «اسرايیلو او فلسطین» پلازمینه بلل شوې، مګر داسې ښکاري چې دغه هڅه هم ناکامه شوه.

د دغه پریکړه لیک د منلو لپاره د ۱۵ غړي هیوادونو څخه د ۹ هیوادونو مثبته رایه شرط وه، په داسي حال کې د دایمي غړیتوب لرونکی یو هیواد به هم د ویټو حق نه کاروي، خو امریکا یو ځل بیا د اسراييلو په ملاتړ د ویټو حق وکاراوه او د دغه پریکړه لیک په مخ کې خنډ شو.

د امنیت شورا اتو غړو هیوادونو د پریکړه لیک په اړه خپله مثبته رایه وکاروله، خو بل اړخ ته امریکا او استرالیا د هغه پر ضد منفي رایه وکاروله، او همداسې پنځه هیوادونه چې په هغه کې برتانیا هم شامله ده، د رايي ورکولو څخه ډډه وکړه.

باید وویل شي، چې له دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو لخوا د فلسطينيانو په ملاتړ ګڼ شمېر پرېکړه ليکونه قبول شوي، مګر تر اوسه يې څه ګټه نه ليدل کيږي.

د فلسطیني چارو کارپوهان وايي، چې هر کله په ملګرو ملتونو کې د اسرايیلو پر خلاف خبره راشي، نو امریکا په خپل ټول وس او توان سره د اسراييلو ملاتړ کوي، چې له امله يې تر اوسه د اسراييلو له خوا د فلسطيني خاورې اشغال روان دی او له اوږدې مودې د فلسطين د بې دفاع ښځو، ماشومانو او ولسي وګړو مرګ ژوبله روانه ده او اسراييلي ښکېلاکګر تل د مسلمانانو د لومړۍ قبلې سپکاوی کوي .

د پېښو څارونکي وايي، چې هر کله په ملګرو ملتونو کې د فلسطینیانو په حق کې یو پریکړه لیک ومنل شي، نو د عملي کولو لپاره يې سلګونه بهانې لټول کيږي، مګر کله چې د اسراييلو په ملاتړ کې کوم پریکړه لیک ومنل شي، نو بیا امریکا په ډيپلوماتيکو، مالي او نظامي مرستو د ياد پرېکړه ليک د عملي کولو هڅې کوي او هيڅ هېواد بيا د سرغړونې جرئت نه شي کولای.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا پنځلس غړي هېوادونه لري، چې پنځه يې دايمي غړي دي، چې د ويټو حق لري او پاتې نور يې د دوو کالو لپاره انتخابيږي.

د امنيت شورا دايمي غړي امریکا، برتانيا، فرانسه، چين او روس دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x