کندهار: په سپين بولدک کې د سیمه ایزي شورا غړی، او یو بل سپين ږیری ووژل شو
نن ټکی آسیا: د کندهار ولایت په سپین بولدک کې د ناڅرګندو وسلوالو په ډزو د سیمه ایزي شوری یو تن غړی او یو بل سپين ږیری وژل شوی دی.
د کندهار امنیه قوماندان چي مخکي په سپین بولدک کې د سرحدي ځواکونو قوماندان وو، وویل چي د سپین بولدک ولسوالۍ په بازار کې د حاجي عبد په نامه د سیمه ایزي شوری یو تن غړی او ورسره یو بل سپين ږیری چي محمد نبي نومیده په ډزو سره ووژل شو،
او برید کوونکي په تيښته بریالي شول.
هغه وویل چي د پيښي په اړه تحقیقات روان دي.
تر اوسه پوري هیڅ چا هم ددي برید مسؤولیت نه دی منلی.