افغانستان

۴۰۰ استرالیایي نظامیان د افغان ځواکونو د روزلو لپاره پاته کېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): د ناټو د نوي ماموریت سره چې یواځې به افغان عسکرو ته روزنه، پالنه، ښوونه او مشورې ورکوي استرلیا هم خپل هغه څلور سوه عسکر د افغان پوځ د مشاورینو، روزونکو او تمویلوونکو په توګه پرېږدي، چې له تېر کال راهیسې په افغانستان کې مېشت دي.

استرلیا تېر کال خپل پوځي ماموریت ختم اعلان کړ او خپل څلور سوه عسکر يې د افغان عسکرو د مشاورینو او روزونکو په توګه پرېښودل، چې د ناټو په نوي ماموریت کې به هم همدا عسکر برخه وال وي.

د استرلیايي ځانګړو ځواکونو قومندان دیوید مولها وايي چې نوموړی د خپلو عسکرو قربانیو ته په درنه سترګه ګوري او په خبره يې مړي او زخمیان يې ټول ورته یاد او پرې ګران دي.

استرلیايي عسکر په داسې حال کې په افغانستان کې خپل نوی ماموریت پیلوي چې د فرانسوي ځواکونو وروستی ټولګی نن له افغانستان څخه وځي.

دغه یو سل پنځوس کسیز ډلګی د فرانسوي ځواکونو وروستي کسان دي چې د ناټو تر چتر لاندې په ګډ یرغل کې نن افغانستان پرېږدي او خپل هېواد ته ستنېږي.

استرلیا په افغانستان کې شاوخوا پنځلس سوه پنځوس عسکر درلودل، چې ډېری يې په روزګان ولایت کې مېشت و، چېرته چې د ډېری ولسوالیو واک لا هم له طالبانو سره دی.

ناټو تېره یکشنبه خپل پوځي ماموریت رسماً ختم اعلان کړ، چې د «پرېکنده ملاتړ» نوی ماموریت به يې له نوي میلادي کال سره جوخت پیل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x