افغانستان

عطا محمد نور، هغه افغان چارواکی چې ناټو یې وژني

نن ټکی اسیا (چارشنبه، مرغومي۱۰مه، ۱۳۹۳ل): یوې المانۍ ورځپاڼې راپور ورکړي، چې د بلخ سرپرست والي او د نظار شورا او جمعیت اسلامي ګوند جنګسالار قوماندان عطا محمد نور د ناټو په هغو کسانو کې شامل دی، چې باید د ناټو له لورې ووژل شي.

د جرمني شپيګل ورځپاڼې د راپور له مخې، دوی د ناټو د هدفي وژنو یو داسې پټ سند ته لاسرسی موندلی، چي پر بنسټ يې امريکا، انګلیستان او المان د ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۱ کلونو پوري د طالبانو د ځينو مهمو او دوی ته د خطرناکو قوماندانانو لیست جوړ کړی و ، په دې لیست کې داسې کسان هم شامل دي، چې طالبان نه دي، خو له هغوی سره يې همکاري لرلې او یا یې خپلسرو ملیشو او قاچاچ کې ښکېل وو، په همدې لیست کې پر ۱۷۲۲ نمبر باندې د بلخ د سرپرست والي عطا محمد نور نوم راغلی، چې پکې د یو ستر جنایتکار او د مخدره موادو قاچاق کوونکي په توګه معرفي شوی.

په دې لاسوند کي د عطا محمد نور په اړه راغلي : « عطامحمد نور، تاجک جنګ سالار دی، او د افغانستان په جنګونو کي تر پایه دخيل وو، هغه د نشه يي توکو په قاچاق او د خپلو دښمنانو د بې رحمانه وژنو له امله شتمن شوی.»

د بلخ والي او د جمعیت ګوند د اجرائیه شورا رئیس عطا محمد نور ، له دې وړاندې هم د ناروا شتمنیو او خپلسرۍ له امله د رسنیو په سرټکو کې راغلی دی.

پر نوموړي شک کېږی، چې له سیمه یېزو استخباراتو سربېره د انګلستان له ایم ای ۶ سره ځانګړې او پټې اړیکې لري او داسې ګنګوسې هم شته، چې نوموړی د افغانستان د تجزيې لپاره د یوې مهرې په توګه لوبول کېږي.

تر اوسه پورې دا جوته نه ده ، چې ایا ښاغلی نور اوس مهال هم د ناټو د هدفي وژنو په لیست کې شامل دی که نه.

همداراز پر نوموړي د مخدره موادو د قاچاق او د خپلو مخالفینو د بې رحمانه وژلو د تورنو په تړاو هم د نوموړي غبرګون نه دی راغلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hameed

د غربیانو په مقابل کی هیڅ شی هم نده که وغواړی چی له منځه یی یوسی نو دا کار ورته ډیر آسانه ده او هیڅوک به یی هم د وژلو د پلان په پیداکولو ونه توانیږی چی دا چا وواژه دا هسی د غربی میډیا افواهات دی چی غواړی دشخصیت سازی لپاره یی تبلیغات وکړی او دخلکو ترمخ یی غټ وښیی هره غربی میډیا چی دغرب د یو مخفی پلان د افشا کولو تکل وکړی نو ددولتونو په موافقه دا کار سرته رسوی او تر شا یی قسما قسم موخی وی

ډاکتر احمدی

یاره څومره ښه کار به وشی

عبدالخالق همت

امريکيان يغت معريفي کي دامريکا يانو غولال م دي

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x