افغانستان

وردګ: د بهرنیو ځواکونو پر اکمالاتي کاروان برید شوی

torch-NATO-trucks-in-Khuzdarنن ټکی آسیا: د وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو پر اکمالاتي کاروان برید شوی.

ددغه برید په اړه د حزب اسلامي یو تن ویاند ولی الله ویلي چي نن له غرمې مخکي ددوی پلویانو د په یادي ولسوالۍ کې د بادام، سور پول، او دراني په سیمه کې د ناټو ځواکونو پر اکمالاتي کاروان باندي وسلوال برید کړی، چي په ترڅ کې ۱۲ عرادې اکمالاتي موټر او ۲ د ساتونکو رینجر موټر له منځه وړي دي.

د نومړي په وینا په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۳ ساتونکو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په دې هکله د وردګ ولایت امنیه قوماندان حقنواز حقجو ویلي چي ناټو پر اکمالاتي کاروان برید شوی خو یوازي یو تن ساتونکی په کښي ټپي شوی دی، او نور هیڅ ډول زیان نه دی رسیدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x