افغانستان

په تېرو دیارلسو کلونو کې نږدې ۳۴۰۰۰ بهرنیو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): د «ای کژولټيز» په نامه برېښناپاڼه وايي چې په افغانستان کې د ناټو په دیارلس کاله جګړه کې درې دېرش زره څلورسوه پنځه اتیا بهرنیو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

دغه برېښنا پاڼه چې په عراق او افغانستان کې د ناټو د تلفاتو شمېرې خپروي وايي چې په افغانستان کې درې زره څلور سوه پنځه اتیا تنه بهرني عسکر وژل شوي او شاوخوا دېررش زره نور ټپیان دي.
د سرچينې په قول په وژل شويو عسکرو کې دوه زره درې سوه شپږ پنځوس امریکایي، څلور درې پنځوس برتانوي، یوسل اته پنځوس کاناډایي، شپږ اتیا فرانسوي او څلور پنځوس الماني عسکر دي.

د همدې راپور پر بنسټ د بهرنیانو لپاره په افغانستان کې هلمند د نهه سوه دوه پنځوس بهرنیو عسکرو په وژل کېدلو سره لومړی مقام لري، چې په هلمند کې د هېواد په سطحه په لوی پنډغالي کې برتانوي عسکر مېشت و.

ورپسې د پنځه سوه پنځه پنځوس عسکرو په وژل کېدلو سره د هلمند ګاونډی ولایت کندهار په دویم مقام کې راځي.

د دې راپور له مخې د بهرنیو عسکرو د وژلو د مقام په لړ لیک کې د هیواد تر ټولو خوندي ځای پلازمېنه کابل د یوسل اته پنځوس عسکرو په وژل کېدو درېیم مقام ګټلی دی.

د ناټو د عسکرو لپاره سږ کال تر ټولو خوندي کال بلل شوی، چې یواځې پکې پنځه اویا بهرني عسکر وژل شوي دي، خو ورسره جوخت سږ کال د ناټو د روزل شویو افغان عسکرو لپاره خونړی کال بلل شوی دی، چې پکې شاوخوا پنځه زره افغان عسکر وژل شوي دي.

پورته معلومات یواځې د رسمي سرچینو له لوري ثبت شوي دي، چې ازادي سرچينې په افغانستان کې د ناټو تر لسيزې په اوږدې جګړې کې د هغی تلفات تر دې هم لوړ ښيي.

پر دې سربېره په تېرو دیارلس کلونو کې ګڼ امریکايي عسکر په اروايي ناروغ اخته شوي دي، چې امریکايي چارواکي يې اندېښمن کړي دي. د دوی په خبره له افغانستان او عراق څخه امریکا ته ستانه شوي عسکر له همېشني سردرد ، د حافظې له کمزورتيا او بې خوبۍ څخه شکايت کوي، چې وروسته د الزایمر او پارکنس په نامه په اروايي ناروغي اخته شي.

سره له دې چې د ناټو پوځي ماموریت تر تېرې یکشنبې پورې جریان درلود، خو بیا هم په جګړو کې نسبت ناټو ته ډېری مالي او ځاني زیانونه افغان عسکرو ته اوښتي دي.

د هېواد د کره سرچینو او نړیوالو رسینو له د راپورونو له مخې په تېرو دیارلسو کلونو کې د ناټو د پوځي همکاري سره ـ سره شل زره پنځه سوه پنځلس تنه افغان عسکر وژل شوي دي، چې تر ټولو خونړی کال يې ۲۱۰۴م کال بلل شوی دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x