ټکنالوژي

مایکروسافټ نوی براوزر جوړوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۰مه ۱۳۹۳ل): مایکروسافټ کمپنۍ خپل راتلونکی اپریټنګ سیسټم وینډوز ۱۰ کې به نوی براوزر هم وړاندې کوي.

ځینې ناڅرګند سرچینو په وینا مایکروسافټ کمپنۍ غواړي خپل نوی وینډوز کې نوی براوزر وړاندې کړي چې دغه براوزر تر اوسمهاله د «اسپارتان» په نوم نومول شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د دغې کمپنۍ پخوانی براوزر انټرنیټ اکسپلورر (Internet Explorer) خپل ارزښت لا لاسه ورکړی او کاروونکي په دې برخه کې د نورو کمپنیو لخوا وړاندې شوي براوزرې استعمالوي.

ویل کیږي چې دغه براوزر به ډیر سپک وي او ګوګل کروم (Google Chrome) او موزیلا فایرفاکس (Mozila Firefox) ته ورته ځانګرنې به ولري. راپورونو پر بنسټ نوی براوزر «اسپارتان» به د انټرنیټ اکسپلورر تر څنګ وینډوز ۱۰ که کاروونکو ته وړاندې شي.

اوسمهال په نړۍ کې ګوګل کروم، فایرفاکس او سافاری نړیوال شهرت لري او د نړی تقریباْ ټول کاروونکي له همدې براوزر څخه ګټه پورته کوي او انټرنیټ اکسپلورر خپل ارزښت او کاروونکي له لاسه ورکړی.

په پیل کې انټرنیټ اکسپلورل د کاروونکو یوازینی انتخاب و او ۹۰٪ کاروونکي په اداره، مکتب او کورونو کې همدا براوزر استعمالول خو اوس څیړنې ښيي چې د دغې براوزر استعمال ۸٪ ته ټیټه شوې او په سمارټ فون کې یوازې ۲٪ کاروونکي له دې براوزر څخه استفاده کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x