افغانستان

د پاکستان له خوا په توغول شويو توغنديو کې ٩ ملکي وګړي ټپيان شول

Pakistani_soldiers_fire_artilleryنن ټکی آسیا: د پکتيا په سرحدي ولسوالۍ ډنډ پټان کې له پاکستاني  لوري په تازه راکټي بريد کې ٩ ملکي وګړي ټپيان شول.

د پکتيا مرستيال والي عبدالرحمن منګل نن اسيا ته وويل، چې نن يو ځل بيا د پاکستان له لوري د ډنډ پټان ولسوالۍ د ستر پټان په سيمه اووه توغندي توغول شوي، چې په ترڅ کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

نوموړي وويل، چې په ټپيانو کې يوه مېرمن، دوه سپين ږيري او پاتې نور ماشومان دي.

هغه دا په ډاګه نه کړه، چې دغه راکټونه د پاکستاني ځواکونو او که د کوم بل لوري له خوا توغول شوي دي.

خو په ستر پټان کې د سرحدي پوليسو قوماندان اسماعيل وويل، چې دغه توغندي نن مازيګر شاوخوا پر شپږو بجو د پاکستان له لوري توغول شوي او په پايله کې يې ٧ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې دوه توغندي په ياده سيمه کې د سرحدي پوليسو د پوستې ترڅنګ لګېدلي او يو توغندى پر يوه ملکي کور برابر شوى، چې له امله يې ٧ ولسي وګړي ټپيان شوي، چې يوه په کې مېرمن او شپږ نور ماشومان دي.

د قوماندان اسماعيل په وينا: ((موږ درندې وسلې نه لرو او په سپکو وسلو سره مو په مقابل لوري ځوابي ډزې وکړې.))

د يادولو وړ ده، چې تېره ورځ په ولسي جرګې کې د دفاع او کورنيو چارو وزيرانو وويل، چې د پاکستان له خوا پر افغانستان له بريدونو وروسته اړين پوځي احضارات نيول شوي او سرحدي سيمو ته يې وسلې او مهمات لېږلي دي.

ابدالي محزون

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x