د عمربن عبدالعزیز ژړا او د امت غم

حامد افغان

کله چې رجاء ابن حیوه رحمه الله په اموي جومات کې عمربن عبدالعزیز رحمه الله خلیفه اعلان کړ دی په لومړي صف کې ناست و نو په ژړا شو علماو او مخورو ولاړ کړ او منبر ته یې ورساوه، دی له ژړا لړزیدی په منبر ناست و خو له ژړا یې خبرې نه شوی کولی ایله دومره یې خلکو ته وویل: خپل بیعت مو بیرته درواخلئ زه نه غواړم ستاسو خلیفه شم، خلک هم ټول په ژړا شول او په یوه اواز یې ورته وروباښه: موږ ټول غواړو ته زموږ خلیفه شې له تا پرته بل څوک نه غواړو، ده بیا اراده وکړه چې خبرې وکړي خو بیا یې ژړا ستونی بند کړ او خبرې یې نه شوی کولی دلته نو په جومات کې ناست ټول خلک ورسره په ژړا شول.
رجاء بن حیوه رحمه الله وایي: موږ په اموي جومات کې ناستو خلکو ټولو ژړل، په الله قسم ما د جومات دیوالونو ته کتل ما ویل هغه به هم له موږ سره ژاړي!! وروسته دی له منبر نه راکوز شو او د خلافت ځانګړي اسان او خادمان ورته راوستل شوو، ده ورته وویل: دا بیرته بوځئ زه عامو مسلمانانو په څیر یو کس یم په دومره توپیر چې زما مسؤلیت او پيټي زیات ده ماته یواځي زما خپله کچره راولئ، هغه ورته راوستل شوه او په هغه خپل کورته ولاړ.

فاطمه بنت عبدالملک عمر بن عبدالعزيز رحمه الله ته په داسې حالت کې ورننوتله چې هغه په جاینماز باندي ناست و، خپل مخ یې په لاس باندي ايښی و او په اننګو یې اوښکي رابهېدلې، دی ورته وویل: څه چل دی ولې ژاړې؟ عمر ورته وویل:

ای فاطمې! ما ته د دې امت د مشرتابه واګې راسپارل شوې دي، د امت وږیو، مسکینانو او بې اسرې ناروغانو ته په فکر کې یم، د بې وسه لوڅو، یتیمانو او کونډو غم راسره ده، مظلومانو، بندیانو او بې سرپرسته سپینږېرو ته مې اندیښنه ده، هغه کس به څه کوي چې اولادونه یې ډېر او شتمني یې لیږ وي.. او د الله په دې پراخه ځمکه کې به داراز نور څومره ګڼ شمیر محتاج خلک وي.

زه باور لرم چې د اخرت په ورځ به الله د دې هر یوه پوښتنه رانه کوي او زما په وړاندي به محمد صلی الله علیه وسلم د دوی خصم وي، نو زه ويریږم که د دوی حقوق پوره نه کړم د اخرت په هغه سخته ورځ کې به په هغه خصومت او دعوه کې بې دلیله پاته شم، نو ځان ته مې خوا بده شوه ځکه مې وژړل.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالخالق همت
میلمه

ولله ژړاراغله اي الله داسي مشران راکړه

jamil
میلمه
jamil

وای اسلامی امته ! که دغسی مشران ولری دښمنان به دی دیومیاشت مسافه کی هم ویره ولری