نظــر

هغه ناټو، چې دلته یې هوډونه وزېږول

لمر شرفزی

زما له را رسیدو یو ساعت مخکې د ناټو عسکرو لاره بنده کړې وه؛ زمونږ ولسوالۍ ته د موټرو همدا یوه لاره ده. یوه ورځ وړاندې د موټرسایکل په ټکر کې مې گونډې ، څنگلې او د لاس خپړې پاسمان کړې وې او لاسونه مې سپین پاسمان وو، خو دومره وم چې لا هم موټرسایکل وځغلولی شم.

په سرک کتار موټر ولاړ وو، ځينې کسان له موټرو راښکته شوي وو او د سرک په غاړه ناست وو؛ په موټرو کې ښځې او ماشومان ناست وو او له یو یو موټر څخه به د ماشومانو د ژړا اواز هم راپورته کیده. خامخا به په موټرو کې ناروغان هم وو. زه د موټرو په منځ منځ کې په موټرسایکل سپور د موټرو سر ته ووتم، د ناټو عسکرو د سرک په منځ خپل موټر درولي وو او هیچاته یې د تگ اجازه نه ورکوله؛ آن پیاده تلونکي یې هم خپلو موټرو ته لنډ نه ورپرېښودل. که به کوم څوک پیاده روان و؛ نو اړ و، چې د دوی له موټرو څخه په ډېره فاصله کې ځوړند سر تېر شي.

د ناټو د موټرو د کتار په اخر کې د ټانک په سر یوه عسکره عسکري خولۍ او تورې چشمې په سترگو دهشکې ته گوته په ماشه ولاړه وه او که به کوم څوک ددې موټر ته ورنېږدې کیدو، نو دې به د لاس په اشاره د “مه رانېږدې کېږه” اشاره ورته وکړه، خو که به چا ددې اشاره بې باکه وگڼله او د ورنېږدې کیدو هڅه به یې وکړه، نو دې به د ټانک له سره پرې د دهشکې خوله را ټيټه کړه او سړی به له مجبورې بېرته په شا راستون شو.
د سرک په غاړه کورونو ته د ناټو عسکر ورکیوتي وو او له خلکو سره یې د طالبانو په اړه خپلې پوښتنې مطرح کولې، ځکه په تېره اونۍ کې په همدغه سل مترۍ کې پر بهرنیو ځواکونو دوه چاودنې شوې وې او د ناټو څو عسکر یې وژلي وو.
عسکرو به هر چاته د طالبانو په اړه تبلیغاتي پاڼې ورکولې، چې په کې طالبان د سرکونو او پلونو ورانوونکي ښودل شوي وو. یو نیم کس ته به یې راډيو یا چاکلیټ ورکړل. ماشومانو پرې غوبل جوړ کړی و.

ماته دا صحنه له زغم وتلې وه، بهرنیان زمونږ د ولسوالۍ په دې کلي “لاندې صبر” کې دومره بې باکه گرځيدل، چې هیڅ یې سیمه ییز نزاکتونه نه مراعتول؛ ښایي نه به پرې پوهیدل، خو د کورونو په منځ کې د دوی گرځيدو دا اندیښنه راپیدا کړې وه، چې که اوس پرې طالبان برید وکړي، نو خامخا به دوی ماشومان او کورونه د ځان لپاره سپر کړي.

جرئت مې وکړ او د وروستي ټانک لوري ته مې موټرسایکل په داسې ډول ورنېږدې کړ، چې گویا زما بیړه ده او ماته د موټرسایکل د تیریدو لاره راکړﺉ، خو د وروستي ټانک په سر دهشکې ته ولاړې عسکرې په ډېره تېزۍ د دهشکې خوله زما لور ته را تاو کړه او گوته یې په ماشه کېښوده؛ داسې یې وښوده، چې بېرته شاته شه کنه ومې ویشتې.

له مجبورې مې موټرسایکل د سرک غاړې ته کړ او د سرک په غاړه کیناستم، خو دې حالت راته د یو بې غیرته او په خپله خاوره او کلي کې د بې واکه سړي پېغور را کاوه. په زړه مې هره شېبه همدا راگرځيدل، چې دا هېواد زما دی او که ددې بهرنیانو؟ که زما وي، نو ولې بهرنیان په کې په دومره جرﺉت زما مخې ته ولاړدي او د لسگونو موټرو پر مخ یې لاره تړلې؟ دې هرې شېبې مې په زړه کې دا فکر په یقین بدلاوه، چې مونږ په خپله خاوره کې بې واکه یو، مونږ ته دلته د انسانیت په سترگه نه کتل کېږي، دلته مونږ ته آن د ځناورو په سترگه هم نه کتل کېږي، بلکې مونږ باید د بهرنیانو ومنو او څه چې هغوی کوي هغه د هغوی حق او ځانونه بې حقه وبولو.

همدلته راته ښه یقیني شوه، چې زمونږ په هېواد یرغل شوی او دې یرغل ته نور نومونه ورکول د خپلو ولسونو په سترگو کې د خاورو ور شیندل دي، همدلته راته جوته شوه، چې نړۍ پر مونږ لوبې کوي او په خټ خټ راپورې خاندي.

له همدې ځایه مې د یرغلگرو پر وړاندې د مبارزې هوډ لا پیاوړی شو او له همدې ځایه مې هوډ وکړ چې د ژوند تر وروستۍ سلگۍ پورې د یرغلگرو پر وړاندې د مبارزې هوډ باید د داسې مبارزې په هوډ بدل کړم، چې باید زما د ژوند له پای وروسته هم زما مبارزه روانه وي.

دادی د ۲۰۱۴ز کال په پای ته رسیدو د بهرنیو یرغلگرو جگړه ییز ماموریت د دوی په اصطلاح پای ته ورسید او مشورتي او روزنیز ماموریت به یې لس کاله نور هم دوام وکړي، خو مونږ ته زمونږ په خاوره کې د دوی هر ډول شتون د یرغل په مانا دی او خپل هوډ ته به ژمن پاتې کېږو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x