افغانستان

فاریاب: د هلکانو پر ښوونځي د لاسي بم په برید کې ۲۵ زده کوونکي ټپيان شوي

children_leaving_school_faryabنن ټکی آسیا: د فاریاب په مرکز میمنه کې د هلکانو د ښووځی په دروازه کې د رخصتی پر مهال یو نامعلومه کس چي په موتر سایکل سپور وو، یو لاسي بم ورغوځولی چي له کبله يې لږ تر لږه ۲۵ تنه زده کوونکي ټپيان شوي دي، چي د ۳ روغتیايي حالت يې د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر په وینا برید نن غرمه په دولس بجو او دیرشو دقیقو په شاوخوا کي تر سره شو،

کله چي یو تن پر موټر سایکل سپور د میمنې ښار د دریمي امنیتي حوزي سره نیژدې د علي شیر ننوائي په نوم د هلکانو د یو ښوونځی په دروازه کې یو لاسي بم وغوځولو.

هغه زیاته کړې چي ټپيان روغتون ته رسول شوي چي د هغو څخه د ۳ روغتیايي حالت د اندیښني وړ دی.

د امنیت امر ویلي چي تر اوسه يې ددغه پيښي په اړه یو تن د امیر محمد په نوم نیول او تحقیقات يې ځیني پيل کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x