نظــر

نن ټکی اسیا مو سل زره وارې مننه کوي!

د نن ټکي اسیا خبري-تحلیلي او ټولنیزه وېب پاڼې د فېسبوک صفحې خوښوونکي نن له سلو زرو واوښتل. د نن ټکي اسیا ټول خبریالان او لیکوال ستاسو له هرې خوښونې سل زره وارې مننه کوي، ستاسو مینې، داد او ډاډ دي چې موږ دا ستونزمن او کړاوجن یون پیل کړ او له څلور کلن سفر وروسته په هېواد کې دننه د ډېرو کتونکو پرلیکه رسنیو په کتار کې ودرېدو. په دومره لنډ وخت کې دومره پرمختګ ستاسو له همکاریو او دعاوو پرته ناشوني و. نن چې دا مننلیک لیکو د ټولو هغو نالیدلو همکارانو هغه لیکونه مو سترګو سترګو ته کېږي چې په ډېر اخلاص او مینې يې د همکارۍ او لاسنیوي سینه راته ډبولې ده. زموږ هغه خبریالان چې د هېواد په ځینو لویو ښارونو کې د راپور جوړولو پر مهال د پولیسو له خوا ځورول شوي، خو دوی خپل کار نه دی درولی او په ډېر اخلاص سره یې خپل کار ترسره کړی هم د ډېر قدرداني وړ دي.

نن ټکی اسیا خبري-تحلیلي او ټولنیزه وېب پاڼه له نن څخه پوره څلور کاله وړاندې د ۲۰۱۰م کال پر ډسمبر د څو تنو روڼ اندو او وطنپالو خبریالانو له لورې پر لیکه شوه. موږ ستاسو ټولو په څېر پرلیکه افغاني رسنیو کې د یوې داسې رسنۍ کمی احساس کړ چې د ملي او اسلامي ارزښتونو د پراختیا او خورېدا له پاره خپرونې ولري او ولس ته د پېښو رښتینی انځور وړاندې کړي. بې له شکه چې هغه مهال موږ د دغسې یوې هدفمنې او رسالت لرونکې رسنۍ نشت احساس کړ؛ ځکه مو د بې ځایه انتظار پر ځای پر خپلو همفکرو ملګرو غږ وکړ چې خپلې وړتیاوې زموږ په واک کې راکړي څو د دغسې یوې پراخې رسنۍ د بنسټ ډبره کېږدو. له دې فرصت نه په استفادې له ټولو هغو ملګرو مننه کوو او د هڅو او شوګیرو قدردانی یې کوو چې د هغو د بې وقفې کار پایله شوه چې نن ټکي اسیا دا سخت سفر تر دې ځایه په بریالیتوب سره راورساوه.

زموږ له هغو همکارانو ځانګړې مننه په کار ده چې له کور کلي لرې د مساپرۍ شپې تېروي، څوک په زده کړو بوخت دي او څوک یوې مړۍ ډوډۍ پسې لالهانده دي؛ خو له نن ټکي اسیا سره یې منظمه همکاري خپله ملي او اسلامي وجیبه او فریضه ګڼلې ده.

د نن ټکي اسیا د بریا راز

له دې پوښتنې سره بار بار مخامخ کېږو چې څنګه نن ټکي اسیا وتوانېده چې په ډېر لنډ وخت کې له داسې رسنیو مخکې شي چې هم پراخ مالي ملاتړ لري او هم له نورو اسانتیاوو برخمن دي.

لکه پورته مو چې له خپلو همکارانو مننه وکړه، خدای دې دوی موږ ته لري، لرې نه ده چې افغانستان په لنډ وخت کې د معیاري رسنیو څښتن کړي.

د نن ټکي اسیا د بریا عمده راز پاک ملي او اسلامي هدف دی. د نن ټکي اسیا همکاران د ځان مطرح کولو او یا نورو امتیازاتو له پاره کار نه کوي. دوی یوازې خپلو ارزښتونو ته په پام سره شپه او ورځ خپل وخت د وېب پاڼې غنا ته ورکوي.

موږ دا بریا له تاسو ټولو سره په ګډه نمانځو!

د نن ټکي اسیا نشراتي تګلاره

نن ټکی اسیا د خبر په برخه کې د خبر ثقه توب ته ارزښت ورکوي. موږ هڅه کوو چې تر کومه مو وس رسېږي د پېښو داسې انځور خپلو لوستونکو ته وړاندې کړو چې کله کله د ځینو رسنیو له خوا یې په اړه لارورک کوونکي تبلیغات کېږي. موږ غواړو ولس ته مو حقایق څنګه چې دي، هغسې ورسوو.

د خبر د برخې ترڅنګ موږ د سیاسي، ادبی، ټولنیزو مسایلو، دیني،  ټکنالوژۍ، روغتیا او ورزش په برخو کې په منظم ډول مطالب خپروو. په دغو برخو کې موږ سربېره پر دې چې د لیکوالۍ پر فن د لیکوال برلاسی په پام کې نیسو، ورسره ورسره ملي او اسلامي ارزښتونه زموږ سرې کرښې تشکیلوي.

هر هغه مطلب چې د لیکوالۍ له معیار سره برابر وي او زموږ ملي او اسلامي ارزښتونه په کې نه وي نقض شوي د نشر وړ دی. موږ د افکارو پر تنوع باور لر؛ خو تر هغه سرحده چې دغه دوه عالي ارزښتونه په کې زیانمن نه شي.

موږ ته مو په پورته شرایطو برابرې لیکنې راولېږئ چې موږ یې ولس ته ورسوو. نن ټکی اسیا ستاسو او د ولس ترمنځ ارتباطي پُل کړئ!

موږ سالم رقابت غواړو

موږ یوازنۍ رسنۍ نه یو چې ولس ته د پېښو رښتینی انځور وړاندې کوو. په دې لار کې د نورو هدفمنو او رسالت لرونکو رسنیو کار ته په درنه ګورو او هغوی د ځان ګڼو. د هغوی پرمختګ خپل ګڼو او د امکان تر حده مو یې لاسنیو کړی.

نن ټکی اسیا د افکارو پر تنوع باور لري او احترام یې کوي؛ خو له دې سره سره پر سالم رقابت لا ټینګ باور لري.

که څه هم نن د ګیلو ځای نه دی؛ خو له دې په لاس راغلي فرصت څخه یوه واقعیت ته اشاره کوو. ځینو رسنیو او خاصو سیاسي جهتونو کوښښ کړی چې د نن ټکی اسیا په باب منفي تبلیغات وکړي، په یوه او بل نامه یې نورو پورې وتړي؛ خو له دې کوششونو سره سره نن موږ و تاسو د یوې نسبتا ښې لاسته راوړنې شاهدان یو. موږ چا سره ټکر نه کوو او نه ټکر له خپلو لوړو ارزښتونو سره همغږی ګڼو؛ دغو اړخونو ته یوازې دومره وايو چې راځئ د سالم رقابت لار خپله کړئ، تورونه او تومتونه مو هېڅ ځای ته نه رسوي. که تاسې هم د منفي تورونو پر ځای د سالم رقابت لار خپله کړئ، لرې نه ده چې د ولس په زړه کې ځای پیدا کړئ او درباندې اعتماد وشي.

ډېرې رسنۍ او ځینې ورځپاڼې له نن ټکي اسیا څخه خبرونه اخلي بې له دې چې د سرچینې یوه یادونه وکړي. دا لږ تر لږه د نن ټکي اسیا یو فرهنګي حق دی چې باید مننه یې وکړئ؛ خو موږ د مننې پر ځای د معیار پلوي یو. یوازې که مرجع یاده کړئ، په دې کار سره به له یوې خوا کار معیاري شي او له بلې خوا به د علمي سرقت فرهنګ مخنیوی کړی وي. موږ د مشخصو رسنیو نوم یادونه مناسبه نه بولو.

سالم رقابت نه یوازې د رسنیو په ډګر کې، بلکې په هره برخه کې د هېواد د هراړخیز پرمختګ او ودې شرط دی.

په پای کې مو یو ځل بیا د خوښوونو مننه کوو او په دې شریک لوړ هدف کې مو د لاسنیوي او همکارۍ هیله من یو.

ښاد او اباد اوسئ

نن ټکی اسیا خبري-تحلیلي وېب پاڼه
nunn.asia@gmail.com

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

19 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
gul

یاره نن والو داسې ښایسته لیکنه مې په دا څو ورځو کې نه وه لوستې ، مبارکي په خپل ځای خو ستاسو دغه پاک دریځ یو لوی د ویاړ وړ څیز دی، زه هم د یوه لوستونکي په حیث له تاسو مننه کوم چې همیشه مو کره خبرونه راته رسولي دی، زه چې نیټ خلاص کړم نو لومړی کله نن ټکی اسیا خلاصه کړم او کله خپل ایمیل بس ستاسو او زما دایمیل ترمنځ رقابت دی، خو زه چې ستاسو پرمختګ وینم شاید داسې وخت به راشي چې مخامخ به ستاسو سایټ خلاصوم، له تاسو ډیره مننه بادار مو ژوندي… نور لوستل »

داسلامي دولت شنونکی اومفکر

یو علتی په ویب سایت کې شته هغه داچه کله سړی کمینټ وکړی څه املایی علتی ولري بیا ورسته چې یوځل پوسټ شی نه اصلاح کیږي یعنې دوباره بدلون پکې نه کیږي باید ویب سایټ انجینر دهغه تشه ډکه کړي

آصف افغان

زه هم په خپل وار سره دی نن ټکی اسیا له کارکونکو نه ده زړه له کومی مننه کوم وخت پر وخت یی خبرونه خپلو مینه والو ته وړاندی کول تل کامیابه او بریالی ووسی .

عبدالخالق همت

الله موتل کامياب لره هروخت دوعاوي درکوم زکه

ahmad

دنن ټکی اسیا کارکونکو ته اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته الله تعالی مو روغ لره او لازیاته کامیابی او بریا مونصیب شه زه په خبل وار وایم چی دنن تکی اسیا په شان با ایمانه په حقایقو وړاله ویب پاڼه بله نشته او زما ژبه دتاسو داوصافو دویلو توان نلری الله مو په دنیا او اخرت کی بریالی لره په درناوی

الحاج استاذ بیانزی

د نن ټکی اسیا پاڼه تر هغی زیاته ده څومره چه په دی کوچنی لیکنه کی یی لیکلی دغه د سلو زرو شمیره یی هم ماته څو ځلی کمه ښکاری ، ما ویل د سل زرو په ځای به سل میلونه وی ، زما په فکر د نن ټکی اسیا د پاره سل زره زیات نه ښکاری یا دغه عدد خطا شوی او یا د دیرو هغو چه خوښیږی مګر لایک کیدل یی هیر شوی دی . په هر صورت ، نن ټکی اسیا اوس هم ډیرو هلو ځلو ته اړه لره چه دغه شمیره په څو میلونو بدله کړی… نور لوستل »

مجاهدفولاد

السلام علیکم زه هم په خپل وارله نن ټکی اسیاڅخه مننه کوم چه موږدستړی انقلاب لارویانوته ئی په داسی حال کی دادراکړچه په ګرده نړی کی موچاچیغی نه اوریدی همدانن ووچه موږته دلوډسپیکرپه حیث شوه اوژموږخپ غږئی تراولسونو ورساوو (ننه)خدای ج دی روڼ سبادرکړی

سلام

تاسولیکلی چی بریارازموملی اسلامی هدف دی. نوکه ساسی هدف اسلامی ملی یی ښه ده اوکه ملی اسلامی یی بیادرسره موافق نه یو

انصار

ستا سی ټولو ته د الله خیر در کړی ، ډیره په زړه پوری ویب پاڼه ده- او زه خپله ستاسی ټولو کارکونکو ډیره شکریه ادا کوم -مننه

lمسعود جلیلزی

مباررررررررررررررررررررررررررررررررررررک الله پاک مو په قلم او هلو ځلو کې نور هم برکت واچوه او په دغه پاک او سپېڅلی مسیر کې دې الله پاک استقامت او صبر در په نصیب کړی . د لا ډېرو کامیابیو په هیله

حقمل صافي

ستاسو نه تر دی هم زیاته مننه! —————————— په رښتیا هم چی کله مو دغه پاڼه کتلی نو رړه مو ورسر ګنډلی شوی،ځکه چی هغه رسنئ چی دمسلمه امت درد خلکو ته رسوي او درد یی ورته درد ښکاري په نشت حساب دي،دګوتو په شمیر رسنئ به وي چی دغرب له استعماره بچ پاتی شودی وي، خو بیا هم په نن باندی وياړو،غرب او غربپالو ته پاتی نه یو راغلی، که مو نوری رسنئ له هغوي سره په ملګرتیا خوښی ښکاري خو په دليل کی ورته نن ښودلای شو، تر ډيره به مو دغه خاليګاه نن ډکه کړای شي،او له… نور لوستل »

داسلامي دولت شنونکی اومفکر

دنن ټکی اسیا څخه مننه کوم چې لیکنه کې پوره اخلاص کړی دی ما دا باور نه وو چې دوی به دهغه ویډیویی رپورټ نشر کړي الله تعالی داجرعظیم ورکړي او الله عزوجل دخفاظت وکړي یوه دیره مهمه خبره دملا فضل الله خفظه الله درنه پاتی ده کومه چې دپاکستان کفري مرتدې میډیا کارمندانو ته کړیده تاسو نده واضخ کړي خیر په ویډیو کې شته او ملا فضل الله خفظه الله څخه مې داتواقع ده چې باید ددوی مقابله دپاکستان فوځ پرخلاف برسیره ددوی دخبریالانو او میډیا پرخلاف ډیره شدیده تمامه شی ولې چې ما ولیدل ترټولو ددوی خبریالان ددوی… نور لوستل »

شفیع الله مدبر

دنن.اسیا تولنیزی پانی سخه دیره مننه کوم چی دتولورسنیوسخه مخکی پخپل وخت اورشتونی راپورونه یی دنری اوافغانستان په اره راکوی دالله پاک له دربارسخه ورته نوربرکت غوشتونکی یم.

سنګین

السلام علیکم و رحمت الله و برکاته،
نن ټکۍ آسیا د ما له نظره د لمړي مقام وړ ویب سایت دئ.
الله مو همداسی بریالي لره.

احسان الله‎‏ صادق ‎

La taklefo sakha mo Manana!!
Mobarak de ve

محمد اسماعیل

سلام.
پدی ویبپانی کی یو دروند خوند پروت دی

غوربندي

ټولو ته سلامونه او احترام زه هم په خپل نوبت د نن ټکي اسیا له سوبو سره مل سفر ټولو ته مبارکباد وایم په عالم الاسباب کې د فیسبوک یو لک لایکونه هم هغو ته چی په د خوښوونکو یا نه خوښوونکو په شمیرو باور ساتي مبارکباد وایم تر څو چی دا ویب پاڼه په دیني او ملي معیارونو برابر خپل فرهنګي سفر پر مخ ولي نو نه یوازې دا چی داو ویبپاڼه به سُرخرویه وي بلکه ټولو افغانانو ته به سوبه او سُرخرویي بښي. د نن چلوونکو ته د خداوند متعال له درباره اجرونه غواړم چی د ځنو نورو… نور لوستل »

میرآغا جمال

ددوو میاشتو راپدیخوا نن ټکی اسیا څخه پرته بله هیڅ رسنی می نده لیدلی چه دومره پروخت یی کرانو هیوادوالو ته سوچه اوپه حقایقو ولاړ معلومات وړاندی کړی دټولو خبریالانو اوهمکارانو څخه یی مننه

Hameed

د نن ټکی آسیا محترمو چلونکو په بښنی سره چی دبریا مبارکی وروسته درکوم په لنډ وخت کی دومره ستره بریا مو مبارک شه چی د ویبپاڼی په برخه مو شوی ده واقعا چی ویبپاڼه مو ‌ډیره په زړه پوری ده چی په هره برخه کی اپډیټ یا تازه معلومات خپرویی الله دی اجر درکړی او نور دی هم دکیفیت او کمیت په لوړولو کی همت درکړی

Back to top button
19
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx