نظــر

په ما دې وکړه په تا وشول

اسامه وزیروال

ناټو په افغانستان کې جګړه ییز ماموریت پای ته ورساوه او د امریکایانو ترڅنګ به د داخلي جنګونو د غځولو پر موخه، افغان فوځیانو ته د څو کالو لپاره د مالي تمویل او روزنې په پلمه په افغانستان کې پاته شي.

ناټو د خپل ماموریت په دوران کې موږ ته څه راکړه ؟

دوی به دا شعار ډېر زمزمه کاوه: موږ به افغانستان کې دتروریزم ځالې(!) له منځه یوسو، له افغانانو څخه تروړل شوې موسکاوې به بېرته د دوی پر شونډو راوګرځوو، ټولو افغانانو ته به دکار زمینه سازي وکړو، زورواکي او ټوپک سالاري به له بېخه وباسو او افغانان به دنړۍ د پرمختګ تېز تاویدونکي ماشین سره وصل کړو.

دا هیڅ ونشول؛ نه د کار مواقع پیدا شول او نه ولټول شول، نه د افغانانو ژوند خوندي شو نه زورواکان له زوره ولویدل، نه کومه فابریکه ولیدل شوه او نه پرته له اردو کومه د معاش ذریعه خوارو افغانانو ته برابره شوه. ناټو که څه هم د “سوله ساتو” نوم غوره کړی و اما په عمل کې بیا د سولې دښمنان ول؛ ناټو ۱۳ کاله موږ ووژلو، زموږ مکاتب، مساجد، ودونه، جنازې، دلوبو میدانونه او عامه غونډې یې تر بریدونو لاندې ونېولې، او د بشري تاریخ تر ټولو ستر جرائم او فجایع یې ترسره کړل خو له بده مرغه چې په یو “Sorry” سره یې هر څه د تاریخ له حافظې د “نسیا منسیا” کولو کوښښ هم وکړ.

که څه هم ناټو موږ ووژلو، وربړولو او در په در یې کړو مګر؛ ناټو هم په خپله سینه د میړنیو افغانانو څخه ژور ټپونه وخوړل، څه یې د مرګ کندې ته ورټېل وهل، څه یې شل ـ شوټ کړل او ژوندي پاته عسکر یې په رواني ناروغیو اخته کړل.

افغانانو ناټو ته داسې درس او ژور ټپونه ورکړل چې د ناټو په دنګه غاړه به یې تل نښان څرګند وي، دناټو پرمختللې ټیکنالوژي زموږ د هېواد په کږلیچو کې دړې وړې وغورځېده، الوتکې یې زموږ د دنګو سر درو په نښترو کې ونښتې او د عسکرو واسکټونه یې د ګران هېواد په هره ډبره ونښتل.

ناټو به یو درز تېر کړ او زموږ د مسلمان ولس غوښې به یې سره وپاشلې، په خوب ویدې تورسرې او ماشومان به یې په سرو وینو کې وړپول خو؛ موږ به بیا پر هغه اور خوند اخیست چې دناټو پر ټانګ به د ژېړې بوشکې پر مټ بل و، عسکرو به یې رمباړې وهلې، لمبې به یې له بدنه تاوېدې او لږه شېبه وروسته به د اروپا بدماشان په سرو لمبو کې کباب شول. کله به مو د هغه کمپونو (بیسونو) په لمبو او دودونو خوند اخیست چې تر څو ـ څو ساعتونو به د اروپا په بدماشانو بل وو، د فدایانو د پیکا او راکټ کړنګار به مو پر شونډو موسکا خپروله او زموږ د شهیدانو ستړي ارواحو ته به یې ډاډ ورکاوه.

ما ته به هغه شین دود ډیر خوند راکاوه چې د ناټو عسکر به یې کباب کول، خړ دود به مو د خړ سترګو داخلي عسکرو د سوځیدلو په فال نیوه، او شین دود د شین سترګو صليبي عسکرو. کله به چې شین دود پورته شو؛ ورسره جوخت به مو د الله اکبر ناره پورته کړه او د هغه شهید ماشوم په وینو لژنده بدن به مو سترګو ته شو د چا به چې سر نه و، او کورنۍ به یې په وینو رنګ بدن کې بېلونکې نښې لټولې.

ناټو موږ شهیدان کړو، زموږ بدرنګه ژوند یې زموږ څخه واخیست، موږ د دنیا له نعمتونو سره نه یو بلد، او د ژوند معاصره اسانتیاوې ته هیڅ لاس رسی نلرو خو له ناټویانو مو هر څه واخېستل، د ژوند خوند، د رباب ترنګ، د ګرل فرینډ په مړوند خوب، او د رڼاګانو ښار کې ژوند، چیرته چې د ژوند هر سهولت میسر دی.

موږ جنت ته ولاړو، د ابدي ژوند په لورې وکوچیدو خو دوی څوک د دوزخ لمبو ته شول او څوک یې د رواني ناروغیو ښکار او له کورونیو څخه وشړل شول مګر تاریخ به د باتورو افغانانو دا میړنه تل یاده ساتي چې یو تش لاسي خو د عقیدې په زیور سمبال ولس د نړۍ زبرځواک ته تاریخي شکست ورکړ.!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x