نړۍ

د اسلامي دولت ضد جګړه د ايران تر مشرۍ لاندې روانه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): سره له دې، چې ايراني چاواکو بار بار دا تورونه په کلکه رد کړي، چې دوی د اسلامي دولت پر ضد روانه جګړه کې برخه نه لري او د دوی ګډون يوزاې د سلا او مشورې تر بريده محدود دی، مګر وروستۍ پلټنې او تحقيقات وايي، چې د اسلامي دولت ضد روانه جګړه کې ايران رغنده رول لري او په ځانګړې توګه د ايران انقلابي ځواکونه د عراق او سوريې پر ځمکه د نوموړي دولت پر ضد قوي جګړه کوي.

وړمه ورځ، د عراق سامراء ښار کې د اسلامي دولت پر لاسو د ايراني جنرال حميد تقوي له وژل کېدو وروسته څرګنده شوه، چې دغه جګړه کې د ايران څومره لاس دی او په ځانګړې توګه د عملي جګړې تر څنګ د جګړې پلانونه او اربکيان جوړول او ټول جګړه څارل د ایران بنسټيزه دنده ده.

د تېرو څو مياشتو په ترڅ کې، چې اسلامي دولت نينوا، صلاح الدين او ديالي ولايتونه ونيول، عراقي چارواکو د ايران د نظامي مرستو خبرې کولې، مګر د دغو مرستو هويت نه و څرګند شوی او په تېرو لنډو ورځو کې ايران ته د عراق دفاع وزير خالد العبيدي سفر هم د همدې مرستو کړۍ بلل کيږي.

د جنرال تقوي وژنه د ايران د نظامي چارواکو لومړۍ پېښه نه ده، له دې وړاندې هم د عامو عسکرو په ګډون د ايران د هوايي ځواک ډګروال شجاعت علمداري مورجاني هم د اسلامي دولت له لوري ووژل شو او د نوموړي له وژنې څو شېبیې وروسته د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياندې د عراق او سوريې چارو کې د ایران لاسوهنه رد کړه.

د ګاونډيو هېوادونو همکاري

د عراق حکومت په رسمي توګه د ايران د نظامي مداخلې غوښتنه نه ده کړې، بلکې داسې اشارې او غير رسمي څرګندنې يې کړي، چې د اسلامي دولت ضد جګړه کې د عربي دوستو هېوادونو، ايران او ترکيې مرستو ته اړتيا لري، تر څو د عراق امنيت خوندي شي.

د عراق کورنيو چارو وزارت کې د اربکيانو عمومي مشر جنرال مارد عبدالحسن الجزيرې تلويزون سره په خپلو څرګندونو کې وويل، چې عراق له سختو ننګوونو سره مخ دی، نو دوی اړ دي، چې د ايران او ترکيې په ګډون له عربي هېوادونو مرستې وغواړي، چې د اسلامي دولت پر ضد په يوه ليکه کې وجنګيږي او په عين حال کې يې د عراق پر ځمکه له نظامي سلاکارانو پرته د بهرنيو عسکرو له شتونه انکار وکړ.

ايراني وسله والې ډلې

د عراق سياسي سرچينې وايي، چې جمال جعفر محمد«ابو مهدي المهندس» عراق کې د اسلامي دولت ضد جګړه کې دايران پلانونه او کړنلارې پلې کوي او د دې لپاره يې يو شمېر وسله والې «خراساني، عصايب اهل الحق، حزب الله، بدر» ډلې هم جوړې کړي دي، چې د اسلامي دولت پر ضد جګړې کوي او د تکريت سويل او شاوخوا سيمو کې د شيعه مذهبو د زيارتونو ساتنه هم کوي.

د سياسي چارو کارپوه اکاډيميسن حميد السعدون وايي، چې د عراق د نظامي ځواک د کمزورۍ له امله د سيمې يو شمېر هېوادونه د عراق په کورنيو چارو کې مداخله کوي.

سعدون زياته کړه، چې ايران د سياسي او عقيدوي فشارونو او مذهبي زيارتونو د ژغورنې له امله عراق کې د نظامي مداخلې حق ځان ته ورکوي او د تېرو څو کالو بې امنيو او دفاع وزارت کې د بې ځايه ټاکنو له امله چارواکي مجبور شول، چې ځايي اربکيان وروزي.

عقيدوي ميلان

عراقي ولس وايي، چې د دوی تر ټولو لويه ستونزه نا امني ده او حکومت بايد په هر صورت چې وي امنيت ټينګ کړي او حکومت پر ټول هېواد حاکم شي او له هغې ورسته د بيا رغونې کارونه پيل کړي.

د عراق سياسي څېرې د امريکايي عسکرو د بيا راتلو مخالف دي، مګر د اسلامي دولت ضد جګړې او د عراق د امنيت په اړه بيا د ايران له نظامي مداخلې سره کوم حساسيت نه لري.

د عراقي اربکيانو يو لوړپوړي مشر حسين الساعدي الجزيرې تلويزون سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د عراق او عربي نړۍ ګردې ستونزې د امريکا له لاسه راپيدا شوي دي.

ساعدي زياته کړه، چې د عراق او ايران د يوې عقيدې او ګډو ګټو له امله دوی کولای شي، چې د تروريزم پر ضد په يو کتار کې وجنګيږي.
د اسلامي دولت پر ضد د روانې جګړې په پيل کې ايران امريکا ته د هر ډول مرستو ډاډ ورکړ او وروسته بيا ايراني چارواکو وويل، چې دوی د امريکا په مشرۍ روانه جګړه کې هيڅ رول نه لري، مګر هغه مهال د امريکا نيويارک ټايمز ورځپاڼې د يو شمېر اسنادو له مخې ليکلي و، چې ايران په پټه د اسلامي دولت ضد جګړه کې د امريکا تر ټولو قوي ايتلافي هېواد دی.

نيو يارک ټايمز زياتوي، چې ايران بغداد ته خپلې بې پيلوټه څارګرې او جنګي الوتکې ليږلي او د اسلامي دولت پر ځواکونو بمباري او څار کوي.
د نيويارک ټايمز په وينا امريکا او ايران دواړو د عراقي حکومت د مرستې لپاره سلګونه پوځي او استخباراتي سلاکاران بغداد ته لېږلي، چې، د اسلامي دولت د ځواکونو مخنيوی وکړي.

د عربي چارو لندن ميشتی کارپوه عبدالباري عطوان وايي، چې سعودي عربستان، کويت، امارات، ترکيه، اسراييل او د سيمې نور هېوادونه په ډېر خبرو او موضوعات کې سره اختلاف لري، خو د اسلامي دولت د ځواکونو د ځپلو لپاره يې په دې اتفاق کړی، چې بايد له منځه يې يوسي.

ليکوال، ژورناليست او د عربي چارو شننونکی عبدالوهاب بدرخان په دې اند دی، چې عراق کې د اسلامي دولت پر مرکزونو د ايراني الوتکو بريدونه يوازې يو هوايي خبر نه دی، بلکې دا روڼ حقيقت دی او سيمه کې د ايران او امريکا ګډ سياست له ډېر پخوا را روان دی او جان کيري په همدې لټه کې دی، چې ايران سره د اتومي انرژۍ په اړه خبرې اترې بريا ته ورسيږي.

عبدالوهاب بدرخان زياتوي، چې ايران د امريکا په مشوره د عراق په چارو کې لاسوهنه کوي او هڅه کوي، چې هر څه د خپلې ستراتيژۍ په ګټه راوګرځوي او عراق کې شيعه ګان د سنيانو پر وړاندې غښتلي کړي او سنيان پرې وډبوي او له دې وروسته ګرده سيمه په خپل کنټرول کې واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حمزه{صادق}

انشا الله لز وخت بعد به دايران نيان دوينو دسكلو نوبت راشي{دولة اسلام باقية وتتمدد}

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x