هرات: په کشک ولسوالۍ کې ۴ تنه سرحدي پولیس په چاودنه کي وژل شوی
نن ټکی آسیا: د هرات ولایت د کشک په ولسوالۍ کې دماین چاودني له کبله څلور تنه سرحدي پولیسو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د تفصیلاتو سره سم نن ماسپښين په سیمه ایز وخت یوه نیمه بجه د کشک ولسوالۍ د دهانه بالا په سیمه کې د د ترکمانستان پولي ته نیژدې د سرحد پولیسو د سپرلۍ پر موټر چاودنه وشوله، چي له کبله يې څلور تنه پولیس مړه، او موټر يې په بشپړه توګه له منځه ولاړ.