دیني، سیرت او تاریخ

د هر نوي ميلادي کال په پيل کې نا مشروع کارونه او فعاليتونه

د سعودي عربستان ستر عالم شيخ علامة ابن عثيمين رحمه الله څخه پوښتنه وشوه
قدرمن شيخ!

د هر ميلادي کال په پيل کې خلک خوښي کوي، ډول ډول خوږې او کيکونه پخيږې او د نوي کال مبارکي پرې ليکل شوي وي او پر ځينو يې د صليب نښه هم وي. ايا د هټيو څښتانو ته دا روا دي، چې دوی د خپلې ګټې لپاره داسې شيان خرڅ کړي او همدارنګه د کتابونو دوکانداران د نوي کال په مناسبت نوي کارټونه پلوري.

که په دې اړه مو د اسلامي شريعت له احکامو خبر کړئ؟

ځواب:

زما دې د الله تعالی په ذات قسم وي، چې دا کارونه حرام دي او کېدای شي، چې کوونکی يې کافر شي؛ ځکه چې د کفارو د اخترونو خوښي خپرول د هغوی پر دين خوښي څرګندول دي او رضا پر کفر کفر ده.

ابن قيم رحمه الله په دې اړه په خپل کتاب «أحکام أهل الذمة» کې ليکلي: د کافرانو په خوښيو او اخترونو کې د دوی نښې خپرول نه دي جايز او د هټيو څښتانو ته حرام دي، چې داسې څه وپلوري، چې پر هغې يې صليب، د نوي کال مبارکي او داسې نور څه ليکلي وي.

سبحان الله! موږ هغو کفارو ته د اختر مبارکي وايو، چې پر الله تعالی او د اخرت پر ورځ ايمان نه لري.

موږ د چا د اخترو مبارکي خپروو؟ د هغو نصاراوو، چې د مسلمانانو عزتونه يې لوټ کړل، وينې يې وبهولې او هېوادونه يې ورونړول او که وس يې وشي، نو غواړي، چې اسلام د نړۍ له مخې ورک کړي.

موږ په کومو سترګو د داسې خلکو په اخترونو کې برخه اخلو او مبارکي ورکوو؟!

والله که دا يوازې ملي او وطني اختر وای، بيا هم بايد مسلمان مبارکي ورنکړي او دا لا څه، چې د دوی ديني اختر دی او د دين نښه يې ده. د کفر په شعايرو خوښي کفر دی؛ ځکه چې دا د کفر په حالت خوښي څرګندول دي او دا کار دومره خطرناک دی، چې د سړي زړه کوږ شي العياذ بالله او بيا سړی د کفر او اسلام، د الله تعالی د دوست او دښمن تر منځ توپير هم نه شي کولای.

موږ د الله تعالی پر وينا ايمان لرو، چې هر کافر د الله تعالی دښمن دی او هر کافر زموږ دښمن دی.
الله تعالی فرمايي: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا عَدُوِّي وَعَدُوَّكُمْ أَوْلِيَاءَ﴾ الممتحنة سورة.
د دې خلکو په اړه، چې الله تعالی شاهدي وايي، چې دوی يې دښمنان دي او زموږ هم دښمنان دي، چې د الله تعالی دښمن زموږ دښمن دی، نو بيا څنګه د دوی په اخترونو خوښي کوو او د دوی اخترونه د خپلو نجونو، هلکانو او ښځو تر منځ خپروو.

سبحان الله العظيم! زړونه مړه شوي او خلکو خپل شخصيتونه بايللي او هر څوک د زورور په قدم پسې روان دی او دا هغه کارونه دي، چې خلکو ته سپک او اسانه ښکاري.

زه وايم، چې داسې کارونه حرام دي او موږ بايد له هغو خلکو ځانونه وژغورو، چې د کفارو په مېلو او ديني مراسمو کې ګډون کوي او خپروي يې.
کتابخانو والا هم بايد د نوي ميلادي کال په اړه هيڅ ډول کارتونه او نور شيان ونه پلوري؛ ځکه چې دې کارونو سره الله تعالی او د هغه رسول صلی الله عليه وسلم ناراضه کيږي.
سرچينه: « سلسلة اللقاء الشهري» اللقاء ۳۱

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

حضرت شیخ د اسلامی شریعت سره برابره فتوی ورکړۍ ده جزاه الله تعالی خیرالجزاء کوم څوک چې اسلامی احساس نه لری غواړی چې خلګ د دوی پر طبیعت برابره لاره غوره کی اورښتینی ، مخلص مؤمنان اسلامی فتوی د دوی د ناوړو نظریاتو لپاره نسی بدلولای

ابن شهید ين

رحمه الله …..
وجزا كم الله كل الخير….

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x