افغانستان

برتانیا او المان غواړي خپل ۱۳۰۰ عسکر د افغانستان څخه وباسي

British_Soldiers_Killedنن ټکی آسیا: د برتانيې ورځپاڼي سنډې ټایمز خپل په ننۍ ګڼه کي خبر ورکړی چي برتانیا اراده چي د را روان کال تر پایه خپل ۸۰۰ عسکر د افغانستان څخه وباسي، دا په داسي حال کې چي المان هم غواړي خپل ۵۰۰ عسکر وباسي.

د ورځپاڼي په وینا ددې اونۍ په چهار شنبه به برتانیا دغه اعلان وکړي.

دا اعلان وروسته تر هغه راځي چي د امریکا ولس مشر باراک اوباما هم ویلي وو،

چي د راتلونکي کال تر ګرمیو به خپل ۳۳ زره عسکر د افغانستان څخه وباسي، او د هغو سیمو څخه چي امریکایان وزي، هلته به د امنیت چاري افغاني ځواکونو ته وسپاري.

د بلي خو د برتانیې د وزارت دفاع ویاند هم ویلي، چي د برتانیا د عسکرو شمیر به په تدریجي توګه کمیږي.

دا په داسي حال کي چي د برتانيې وزیر اعظم ډیوډ کامیرون ویلي چي برتانوي ځواکونه به د کال ۲۰۱۵ په راتلو سره په افغانستان کي په هیڅ ډول جنګي پيښو کي برخه وانخلي.

او دبرتانيې حکومت ددې تر مخه د ميي په میاشتي کي اعلان کړی وو، چي په را روانو ۹ میاشتو کې به خپل ۴۰۰ عسکر د افغانستان څخه باسي، او خپل د ځواکونو شمیر به ۹۵۰۰ ته را کښته کوي.

په بل ورته غبرګون کي د الماني ځواکونو مسؤولینو ویلي چي پلان لري د کال تر پایه د افغانستان څخه خپل ۵۰۰ عسکر وباسي.

د الماني ځواکونو یو جګ پوړي مسؤول زیاته کړې چي دوی به هم خپل هغه شمیر عسکر د افغانستان څخه باسي، چي تیر کال يې افغانستان ته را استولی وه، او د الماني ځواکونو وروستی شمیر به د امریکايي ځواکونو په پرتله بیرته خپل هیواد ته را ستنیږي، او دا به د امریکايي ځواکونو د راوتلو په بهیر پوري اړه لري، چي هغوی څومره باسي، د هغه سره به ورته شمیر الماني ځواکونه وزي.

ددې تر مخه المان اعلان کړی وو، چي غواړی خپل د ځواکونو د ایستلو بهیر د کال ۲۰۱۱ د پای څخه شروع کړي، خو کوم خاص شمیر يي نه وو ښودلی، او نه يې د خپلو ټولو ځواکونو د ایستلو وروستی نیټه ټاکلې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x