نظــر

د مشرانو جرګې غړو سره څو خبرې

لیکوال: احـــمد جان پرديسی (فاروق غلجی)

السلام علیکم!

ددې لپاره چې قيمتي وختونه مو در خراب نه کړم ، غواړم پرته له څه تمهیده په اصلي خبره ور ګډ شم . نو هيله کوم د يو افغان هېوادوال په توګه مې خبرې واورئ ، که ښې وي وبه يې منئ او کنه صرف دوه دقيقې وخت به مو ونيسي ، نور هيڅ نه .

داسې خبريږو چې ستاسې کوم ملګري د هېواد ديني مدرسو په هکله څه اندېښنه څرګنده کړې چې وايي په دغو کې تشدد او افراطيت ته لمن وهل کيږي . موږ داسې انګېرو چې غالباًټوله جرګه کې به همدا يو کس وي چې دا موضوع يې رسنيو سره شريکه کړې او که د زياترو اوسنيو چارواکو حالت او عادت ته وکتل شي نو زیات ګومان دادی او خدای مو دې غاړې نه بندوي چې ستاسې نوموړي سناتور صاحب نور په دې هېواد کې تنګ شوی او غواړي چې له دغو لانجو پښې وباسي . او چېرته لرې هېوادو کې ځان ته د پنا اسناد برابر کړي .

هيله کوم زموږ دغه خبره چاته غير واقعي ښکاره نه شي ځکه  چې له بده مرغه يو شمېر هېوادوال مو په لوی لاس نا مسؤله او د خپل ولس د ملي ارمانونو پر خلاف څرګندونې کوي .او په دې ډول بهرنيو ملکونو کې ځان ته د ژوند او ګوزران کولو چانس برابروي ، تر دې چې موږ کولای شو هغه کسان چې دا کانې يې کړې يو يو په ګوته در وښيو  او لا د نورو هم څه کمی نشته .

خو خير په هر صورت دا بيا هم ده پورې اړه لري ، دی پوه شه او کار يې . خو څومره چې موږ ، زموږ هېواد او د مشرانو جرګې حيثيت او مکلفيت  پورې اړه لري  نو په دې هکله د څو خبرو يادښت بد نه دی . او دا ځکه چې مشرانو جرګه د هېواد يو ډېر لوی بنسټ دی چې د هېواد د خپلواکۍ ، ديني ملي ارزښتونو د ساتنې او خپلو هېوادوالو ته د يوې مناسبې او ګټورې تګلارې جوړولو مسؤليت لري . موږ وايو خدای دې نه کړي که چېرې په دغه جرګه کې دا ډول کسان څه نور هم وي .

نو بيا خو د جرګې د نورو غړو مسؤليت دی چې هر څنګه ممکنه وي خپل ياد ملګري پوه کړي او دا ور زده کړي چې زموږ په هېواد کې د ديني مدرسو په هکله د تشويش او اندېښنو پر ځای زرګونو بهرنيو لاسوهنو  ته خپل پام ور واړوي . ځکه دا وخت زموږ د هېواد ګوټ ګوټ د امريکې د بې پيلوټه بمباريو تر ګواښ لاندې دی ، چاپې دي ، پلټنې او د لس ګونو تش لاسو هېوادوالو د وژنې او ځورونې بلا پېښې دي چې هره ورځ يې اورو .

ايا د جرګې دغو با احساسه غړو د خپل ملت د دغو ناخوالو څه غم خوړلی ؟ ايا په علمي او فرهنګي ډګر کې د امريکايي پوهنتون ،د فهيم بريتانوي پوهنتون او په سل ګونو هغو کورسونو او سيمينارونو په هکله يې کوم سوچ کړی چې په ښکاره ډګر بهرني مشاورين ، استادان او جاسوسان ورته ولاړ دي او زموږ زرګونو ځوانانو او پېغلو ته د اسلام ، افغانيت او زموږ ملي کلتور او تاريخي ارزښتونو پر خلاف ښوونو ، لمسوونو او هڅونو کې مصروف دي .

ايا تاسې د راډيوګانو ، ټي وي چينلونو ، اخبارو ، مجلو او داسې نورو تبليغاتي وسايلو فعاليتونه څېړلي چې څومره زموږ د ديني او ملي ارزښتونو خيال ساتي ؟

په دې هکله يوه ورځ چا څه اندېښنه ښوولې ؟

ايا په دې هکله د مشرانو جرګې په شان لوی بنسټ څه مسؤليت او ذمه واری لري او کنه ؟

ايا د هېواد ګردو سياسي چارو او مهمو فيصلو کې د بهرنيو سفارتونو په مداخلو او لاس وهنو تاسې خبر نه ياست ؟

ايا د همدغو بهرنيانوله خوا – چې زموږ لوی چارواکي يې دوستان او الله تعالی يې دښمنان ګڼي –  شپه و ځ غربي کلتور ته زموږ د ښځو لمسونې او هڅونې مو نه دي لیدلې؟

او دا په هر ولايت کې د ښځو لپاره پارکونه او «امن کورونه» تاسې ته نه دي معلوم ؟

ايادا ډول هڅې زموږ د خير او که د شر لپاره روانې دي ؟

ايا په دې هکله مو رسنيو ته څه ويلي او د څه تشويش او خپګان څرګندونه مو کړې ؟

تاسې او خدای تعالی ايا په دې نه پوهيږئ چې د همدغو لويديځوالو د لاس وهنو له امله د عراق څه حال شو ؟ په يمن کې څه تيريــږي او په سوريه ، فلسطين ، صوماليه ، لـــيـبـيـا ، الجــــزاير او مصر کې ولې د وينو لښتي بهيږي ؟

ايا زموږ له ښاغلو سناتورانو هېر دي چې په هېواد کې مو د امير امان الله خان هغو هڅو کومه نتيجه ورکړه چې خپل ولس کې یې د پرنګي ټوپۍ رواجولو او چادرۍ (برقع)لرې کولو لپاره کولې ؟

او ايا په ياد مو نه دي چې د خلقيانو او پرچميانو له خوا په هېواد کې د پردۍ مفکورې نا فذولو  او خپلو ديني او ملي ارزښتونو ختمولو دا ولس او هېواد کومې تبايي ته ورساؤ ؟

ايا لا نور هم د انګرېز او پرنګ مشورو ته غوږ نيسئ او د هېواد پر دیني او ملي اساساتو وربلوسئ ؟

دغو واقعيتونو ته په پام تاسې ښاغلي سناتوران بايد دغه ډول خلک پوه کړئ او په دې يې سر ور خلاص کړئ چې زموږ ديندار او مېړنی ولس به ان شاءالله ډېر زر دغه شان پردي پالو ته ماتې ورکوي ، رسوا کوي به يې او له خورا ناوړه انجام سره به يې مخ کوي .

نو راځئ د خدای تعالی په روی نور د خپل مسلمان افغان ولس تر څنګ ودرېږئ او د هغوی دين ، کلتور ، ملي ارزښتونو او سپېڅلو ارمانونو دفاع وکړئ . راځئ د نا چیزه مادي ګټو لپاره خپل خالق او مالک مه خپه کوئ او د خپل مظلوم ولس پر خلاف د پرديو نظرياتو ننګه مه کوئ . څو تاسې هم د دنيا او آخرت عزت او نېکمرغۍ وګټئ او خپل هېواد او ملت هم له تبايي او دربدرۍ وساتئ راځئ په دې باور وکړئ چې عزت يوازې الله عزوجل سره دی .  الله مو له موږ سره د نيکيو توفيق نصيب کړه  ..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x