افغانستان

هلمند کې دولتي عسکرو دېرش ولسي وګړي شهيدان کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۱مه، ۱۳۹۳ل):د هلمند ولايت سنګين ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو د راکټ د لګېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډونه دېرش تنه وژل شوي او پنځوس شاوخوا ټپيان دي.

د هلمند ولايت امنيه قوماندانۍ وياند فريد احمد عبيد رسنیو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې سنګين ولسوالۍ کې دطالبانو او دولتي عسکرو تر منځ نښتو کې لږ تر لږه ۲۶ تنه ولسي وګړي شهيدان شوي او ۴۵ نور ټپيان دي، مګر ځايي خلک وايي، چې پېښېه کې شاوخوا دېرش تنه شهيدان شوي او تر شپيتو نور ټپيان دي.

د هملند د ولایتي شورا غړي بي بي سي سره په مرکه کي وویل: دغه راکټي بريد دولتي عسکرو کړی او د طالبانو له خوا د وژل کېدو غچ يې له ملکي خلکو واخسیت، د ولایتي شورا غړی وايې چې له دي پيښې یوه ورځ وړاندي د اردو ۸ تنه عسکر ووژل شول، چې په غچ کې يې پرون شپه له څلورو پوستو څخه د واده پر مراسمو د هاوان (راکټ) مرمۍ وتوغول شوې، او ګڼو خلکو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

د سياسي او ستراتيژيکو چارو کارپوه نظر محمد مطمئن وايي، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ په وروستيو کې پر ولسي خلکو د راکټي بريدونو شکايتونه ډېر شول او هغه مهال حامد کرزي څو ځله په خپلو خبرو کې وويل، چې دا ډول کارونه د طالبانو نه دي، بلکې دا کارونه د لويديځو هېوادونو د هغو جاسوسي کړيو دي، چې غواړي، افغانستان امريکا او ناټو سره د امنيتي تړون لاسليکولو ته اړ کړي.

ښاغلی مطمئن زياتوي، چې حامد کرزي افغان امنيتي عسکرو ته امر وکړ، که دا مرمۍ د دوی له لوري وي، نو امنيتي ځواکونه دې د هاوان مرمۍ نه کاروي، مګر د ګډ حکومت په راتلو اشرف اغني او دفاع وزارت يو ځل بيا امنيتي ځواکونو ته د هاوان د مرميو او عامه ځايونو کې د نظامي عملياتو اجازه ورکړه، چې له امله یې د ولسي وګړو مرګ ژوبله يو ځل بيا ډېره شوه.

د نظر محمد مطمئن په اند، د ړندو مرميو د لګېدو يو لامل د هېواد سويل په ځانګړې توګه هلمند کې د هغو امنيتي عسکرو قصدي عمل دی، چې د سيمې خلکو سره قومي او ژبنی تعصب لري او په لوی لاس پر ولسي خلکو بريدونه کوي او عامو خلکو ته هم د طالبانو په سترګه ګوري.

helmand_zakhmian (1) helmand_zakhmian (3)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x