fbpx

دوه کلن ماشوم خپل مور ووژله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۰مه ۱۳۹۳ل): د امریکا په یو دوکان کې دوه کلن ماشوم په غلطۍ سره خپل مور ووژله. د دغې ماشوم لاس ته تفنګچه ورغله چې د ماشې له کشولو سره يي خپل مور ووژله.

دغه پېښه د امریکا پلازمینې په ۶۴ کیلومټری کې هایډن نومې سیمه کې پیښه شوې.

د پولیسو په وینا ۲۹ کلنې ویرونیکا جې روټلېج خپل ۲ کلن زوی سره په سودا اخیستلو بوخته وه چې د نوموړي دوه کلن زوی د خپلې مور له دستکول (بټوه) څخه تفنګچه وویسته. ماشوم د تفنګچې وېستلو سره ماشه کش کړه او خپله مور يي په غلطۍ سره ووژله.

د پولیسو په وینا ویرونیکا له خپلو څلورو ماشومانو سره غوښتل چې له دې دوکانه ځینې الکترونیکي سامان واخلي چې دغه پیښه را منځ ته شوه.

پولیس وايي چې دغه ماشوم خپل مور په بټوه کې څه لټول چې د نوموړی لاس ته تفنګچه ورغله چې له مخکې سپور شوی هم و او له ډیرې لږې فاصلې څخه يي مور په مرمۍ ولګیده.

د سیمې پولیسږ له پیښې وروسته په مکمل ډول دغه دوکان بند کړی او د پیښې په اړه د دوکان له کارکوونکو څخه پوښتنې کړي همدا راز پولیس د امنیتی کامرو تصویرونه هم د تفتیش لپاره د پولیس مرکز ته انتقال کړی.

هیره دې نه وي چې په امریکا کې له نیمايي زیات خلک خپل حفاظت لپاره مختلفې وسلې ګرځوي. د پولیسو په وینا د ویرونیکا تفنګچه هم له حکومت سره ثبت او راجستر شوې وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د