افغانستان

په زابل كي دسولي عالي شورا پرانيستل شوه

zabul_ghondaچارواکی وایی، په دغه دفترکې د دارلانشا شپږغړي د سولي په برخه کې هلې ځلې کوي .

د زابل مرستیال والی محمد جان رسوليار وایی دغه دفتر به په راتلونکو لنډو وختونو کې د سولې په برخه کې ښې لاس ته راوړنې ولري چې رسنيو ته به وښودل شي.

مرستیال والي زیاتوی چې هڅه به وکړي ترڅود قومي مشرانو په مرسته دغه پروسې ته پراختیا ور کړي اود هغوی سره لازمې مشورې شریکي کړي .

دا پداسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د افغانستان د سولې د عالي شو را د دارلانشا ريیس معصوم ستا نکزي اوورسره پلاوي په دغه ولایت کې د سولې ولایتي کمیټه اعلان کړه.

احمد ولي سرحدي- زابل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x