نړۍ

د سعودي ټولواک د سختې ناروغۍ له امله روغتون کې بستر شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۱مه، ۱۳۹۳ل): د سعودي عربستان عمر خوړلی ۹۱ کلن ټولواک امير عبدالله د سختې ناروغۍ له امله روغتون کې بستر شو.

د سعودي عربستان شاهي ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پاچا عبدالله تېره ورځ ناوخته د پلازمېنې رياض په شاهي روغتون کې بستر شوی دی.

د سعودي ناروغ او عمر خوړلی پاچا له ۲۰۱۱ م کال راهيسې پر ګڼو ناروغيو اخته دی او د همدې ناروغيو له امله يې سياسي فعاليتونه هم ډېر کم دي.

۲۰۱۱م کال راهيسي ټولواک عبدالله څلور ځله د ملا علمياتونه کړي او له ډېرې مودې له هېواده بهر پروګرامونو کې ګډون نه کوي او په کور دننه هم په ډېر کمو غونډو او مجلسونو کې ګډون کوي.

د نوموړي له ناروغۍ وروسته يې د حکومت ډېرې چارې کشر ورور او د شاهي حکومت ولي عهد ۷۷ کلن سلمان پر مخ بيايي.

سلمان په ۲۰۱۲ م کال کې د شهزاده نايف له مرګ وروسته د سعودي د شاهي نظام ولي عهد ونومول شو.

د امير عبدالله د ناروغۍ له امله ټولنيزو شبکو کې د سعودي د شاهي کورنۍ په اړه د کورنۍ شخړو او اختلافاتو ګنګوسې اوريدل کيږي، چې ګواکې د نوموړې کورنۍ هر غړی هڅه کوي، چې لوړه څوکۍ تر لاسه کړي او بيا خپل اولادونه پر لوړو دندو وګماري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x