کنړ: د سپین ږیرو په منځګړیتوب د غازي اباد ولسوال خوشي شو
نن ټکی آسیا: د کنړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ هغه ولسوال چي تیره ورځ د طالبانو له خوا نیول شوی وو، د سیمي د سپین ږیرو او مخورو په هلو ځلو خوشي کړای شو.
د کنړ د والي ویاند واصف الله واصفي په دغه اړه ویلي چي ولسوال مسافر خان قیوم زی د خپل یو تن زوی او دوه ساتونکو سره چي پرون د اسمار د ولسوالۍ د ډب خوړ په سیمه کې د نامعلومو کسانو له خوا تښتول شوی،،
نن د سیمي د سپين ږیرو په منځګړیتوب بیرته را خوشي شو.
نومړي دا هم تایید کړه، چي د هغه سره يې زوی او دوه تنه ساتونکي هم خوشي شوي دي.
تر اوسه طالبانو د ددغه ولسوال نیول او خوشي کولو په اړه هیڅ هم نه دي ویلي.
جبار خیل