شعـــــرونه

غزل: خطرې خطرې دي رقيبان ډېرشوي

شاعر: عرفان الله عرفاني

غزل
خطرې خطرې دي رقيبان ډېر شوي
جانانه پام کړه غمازان ډېر شوي

کلي کوڅو کې ټول بد مخي ګرځي
د عشق وژونکي انسانان ډېر شوي

دلته نفرت دی مينه مينه نشته
تش په نامه نن مجنونان ډېر شوي

بد رنګي ولي بيا ښکلا پر کاڼو
د محبت هم قاتلان ډېر شوي

پر چا باور نشته مسلېمه وروره
لور په لور ګوره جاسوسان ډېر شوي

ظاهر باطن اوس د چا نه دی معلوم
هر ځای هر رنګ منافقان ډېر شوي

تا ته يوه بل ته به بله وايي
داسې دوه مخي شيطانان ډېر شوي

چاته ګيله له چا ګيله وکړمه
په دنيا مست روغ لېونيان ډېر شوي

عرفاني ګوره چې دوکه دې نکړي
وخت دی خراب مطلب ياران ډېر شوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x