fbpx

نن غوره سافټ وییر: له خنډ پرته خپل د خوښې ویډیو ښکته کړئ

نن ټکی اسیا (پنچشنبه، مرغومي ۱۱مه ۱۹۳۹ل): ټیوب کېچر (aTube Catcher) یو وړیا سافټ وییر دی چې ستاسې د خوښې فایل ښکته کوي او د دې سافټ وییر په مرسته خپل ښکته شوي فایل نورو بڼو ته هم بدلولئ شئ.

باور به مو وشي چې هر میاشت پر یوټیوب ۶ بلیونه ساعته ویډیو لیدل کیږي چې دغه شمیر انټرنیټ د کاروونکو علاقه له ویډیو کتلو سره ښيي.

خو که غواړئ خپل د خوښې ویډیو له څه مودې وروسته له انټرنیټ سره وصل کیدو پرته وګورئ یا غواړئ چې خپل د خوښې فایل خپل کمپیوټر کې وساتئ نو دغه سافټ وییر به مو مرسته وکړي.

د دغې سافټ وییر په مرسته خپل د خوښې ویډیو د نړۍ له پیژندل شوي پاڼو څخه ښکته کولئ شئ او د دې سافټ وییر په مرسته ښکته شوی ویډیو په (AVI, FLV, MOV, WMV, MPG, MP4, PSP, 3GP) هم بدلیدی شي.

دغه سافټ وییر د نړۍ له پیژندل شوي ویب پاڼو لکه يوټیوب (Youtube)، ډیلي موشن (Daily Motions)، میټاکېف (Metacafe) او مای سپيس (My Space) څخه ویډیو ښکته کوي.

دغه سافټ وییر له دې ځایه ښکته کړئ:
http://www.atube.me/video/

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د