نظــر

له ښوونځي نه تر بګرامه ! دویمه برخه

رحیم بریال

په تېر پسې 

اې د دونیا په خوندونو مستو خلکو ! او اې ویده افغانانو !
تاسې څه کوئ؟ چیرې روان یاست؟ ایا تاسو خبر نه یاست چې زه نړیوالو بشردوستانو یوه نالیدلی ځای ته راوان کړی یم؟!
ولې او ګنا مې څه وه ؟ څوګ مې وژلي وو  او په چا مې ډز کړی و ؟؟

یوازې پر دې ګناه چې یو حافظ دقران یم، د اسلامي فکر او نظام پلوي کوم ؟ د دې پرځای چې د میلیونونو شهیدانو  پر دې سپیڅلي خاوره غربي ډیموکراسي پلي شي، د اسلامي نظامي د پلي کیدو فکر لرم ؟

او که پر دې جرم چې نه غواړم باعزته خویندې او میندې مو د غربي لویدلي کلتور ښکارشي، بې پته شي، پړونی یې له سره وغورځول شي او دماډرنیزم، پرمختګ او عصریتوب په نوم د فحشا بازار ته را وړاندې شي؟!

هی هی زه هم ډیر ساده سړی یم څه پته لګیږي چې پر دې موټرو کې څوک سپاره دي ؟ ستا د مفکوري ملګري دي اوکه دوی هم ستا په فکر او عقیده اعتراض لري؟ منم چې افغانان دي او د هغو پلرونو بچیان به وي چا چې پرون دکمونیزم په مقابل کې قیام کړی او په نره یې مبارزه وکړه خو نن هغه فکر او عقیده نشته، پرون هغه خلک داسلام په مینه مست و خو نن یې پښې ډالرو ښویولي، د هیواد ابادي، بیا رغاونې او پرمختګ په پاکو شعارونو یې تیر ایستلي، پرون دوی له هرڅه وړاندې اسلامي مقدساتو ته درناوی درلود خو نن له اسلامه وړاندې دوی ارام ژوند عیش او عشرت غوره بولي که داسې نه وي نو بیا یې ولې په امریکایانو خرڅ کړم ؟ ولې یې دې وحشیانو ته ورکړم ؟ نو څه بل چا خو نه یم ورکړی همدې خلکو چې افغانان ځانونه بولي زما په سریې پیسې واخیستې، زما جرم خو دومره نه و چې زه دې پخپل هیواد کې په پردیو وپلورل شم ما خو یواځې خپل فرض پوره کړي او دا دې هر مومن مسلمان ملي او اسلامي وجیبه ده چې دخپل ولس دبقا او د دیني او اسلامي ارزښتونو په دفاع غږ پورته کړي.
په همدې سوچونو کې تللی وم چې عسکر راباندې را پرش وهل په انګليسي وګړیده زما سر یې ښکته کړ د سترګو پټي یې دومره کش کړه چې لږ پاتي و سر یې را ایرې اوبه کړی و، تردې چې دشا په تخته پورې یې سریخ کړم په مطلب یې پوی شوم چې ویل یې چې ایخوا دېخوا مه خوځیږه او لاندې سترګې مه غړوه، ګني چکني کوم دې! زه هم غلی شوم ځان مې ډیر ارام ونیو، نور مې په زړه کې سمې کنځاوې کولې چې ای هی بچو! نشته وس،  کني ستاسو ایمانونه خو مونږ ته په ډیرو ځایونو کې مالوم دي چې سم ډز نه وي شوی،  بیا مو اودس ماتی نه راټینګیږي خو خبره له خپلو خرابه ده وایې چې ورانه ده د خانه ده،  که دا خپل د کور غداران او وطن پلورنکي مو ترڅنګ نه وای ولاړ، نو خدای خبر چې تاسو به دمیلیونونو شهیدانو پر دې ټاټوبی پلیت قدمونه ایښي وای !

هیلوکوپټر دوه درې وارې جټکې وخوړې ما ویل چې ګوندې وغورځیږي خو لکه چې په کومو مقناطیسي غرونو واوښتو له یو څه مزله وروسته سمې ته ووتو لږ ښه مزل یې وکړ یخه هوا مې پر بدن احساس کړه لکه چې دا دګردیز منطقه وه لږ نور مزل یې هم وکړ له څو دقیقو وروسته یې هیلکوپتر را تاو کړ زه هم لږ ورسره څنګزن غوندې شوم،  یو وار بیا د لیدلو موقع په لاس راغله خړ د خاورو بوجونه مې ولیدل لاندې شنې شګې په پراخ میدان کې ښکارېدې نو اوس مې پوره یقین شو چې باګرام ته یې راوړم ځکه ورځ له نیمې اوښتې وه، لمر ښه تیز و،  له یوې بلې دورې وروسته د هیلوکوپتر ارتفاع په ټیټیدو شوه،  خوښ شوم چې یو څو قدمه خو به په ځمکه ووهم، ځکه پښې مې له ناستي نه بیخي کلکې شوي وې، ملا مې هم نری نری درد کاوه،  دشلو ورځو مخکې دردونه مې یو یو راتازه کیدل، د ښې ښڼې یانې د پښتۍ هډوکي خو مې بیخي په ماتو کې شمارلي وو،  د چورلکې ګړب ګړب مې د سوچونو لړی وشوله او په ځمکه کیناسته د عسکرو شور شو، د سپیو  په شان غپیدل لیټس ګو، لیټس ګو! نارې یې وهلي او یو څو خو یې په پښتو ویل زړ شه زړشه (زرشه) کوزېږه! دوو نفرو له مړوندونو ونیولم او ښکته یې کړم، ښکلی تک زیړ لمر و په بدن مې لکه د ملهم په شان ولګید، د څرخکې دې تیز باد له وجې مې له سترګو تړل شوي پټۍ لږ غوندې وښویده په لومړي ځل مې ولیدل چې اصف مې هم ترڅنګ ولاړ دی!!!

ما تراوسه نه و لیدلی، شاید ده به لیدلی وم، خو ما دا فکر نه کاوه چې دی به یې هم له ماسره یو ځای راوړی وي، ډیر افسوس مې وکړ، زما غم یې دوه چنده کړ، پر دې پوهیدم چې د خوست په امریکایي زندان (سلرنو) کیمپ کې دی هم چیرته لرې په یوه اوسپنیزه پنجره کې پروت و، خو پر دې نه وم پوهیدلی چې دی یې هم دې هوایي او اسماني زندان ته له ما سره په یوه چورلکه کې روان کړی، لنډه دا چې عسکر مې نیم لوڅي سترګو ته پام شو په غصه شو وغړمبیده:
“Stop it”
(سټوپ ايټ ) یې وویل او زما دسترګو پټی یې بیرته کلکه کړه اوس نو زه هم وېرېدم چې بوجۍ راباندې وانه غوندي، تر شلو دقیقو پورې ځای په ځای ولاړ و، حیران وم چې وا خدایه دا کوم ځای دی! او څه راباندې کوي؟؟ دوی لکه چې زما په خیال تیل اچول او که بل څه به و، بیرته یې هیلوکوپتر ته پورته کړو ما هم وویل چې راځه لږ خو ګرم غوندې شوم لمر خو مې ولید، دا ځل یې بیا په یوه نامالومه خوا روان کړو اوس نو پر دې فکر کې وم چې له بګرامه یې دقندهار او یا ګونتانامو په لورې یوړو، که څه هم زندان یو زندان وي،  څه په غره پنا او څه په دیواله. هر چیرته چې و همدا زولنې به وي او همدا سرې جامې؛ ټوله یوه خبره ده خو مګر د کیوبا پرځای مو ځکه بګرام ته لیوالتیا لرله چې ویل مو چې ګوندي یوه ورځ مو عمري سرښندویان پر سر ودرېږي،  ارې به ورسره وي او دزندان قلفونه به مات کړي!! پر دې هیله مو ځانته ډاډینه ورکوله او دا هیله مو هلته لرې په یوه پردي هیواد کیوبا کې نه شوای پوره کیدای، دا ځل مې نو اصف هم ترڅنګ ناست و کله کله به مې په څنګل لږ زور پرې وکړ مقصد مې دا و چې اشنا څنګه یې دا خو پکې راځي نو!

ده به هم په ځواب کې ټیله راباندې راوړه، خبرې خو مو هسې هم نشوې کولای، یوه غوړه شان عسکره (جینی) مو هم ایخوا دیخوا کېده کله کله به یې په نري غږ کې کړتې پړتې وویشتې خو په سترګو مو نشوای لیدای که لیدلی مو هم شوای، کیدای شي سترګې مو نه وی ورپورته کړي ځکه چې دوی هم مونږ ته دیو چا په سترګه کتل،  اخر نړیوال دهشتګر یې بللو او مونږ خو نو بیا ښکاره خبره ده چې که په خوله مو دانه ویل چې تاسو زمونږ دازادی دوښمنان یاست!، په باطل یاست! او مونږ ازادي غوښتونکي او په حقه یو خو په زړونو کې ښه سره پوهیدو چې مونږته تاسو خوند نه راکوئ او تاسې زمونږ بوټي شکولو پسې مټې رانغښتي دي !!  خو بیا هم کله کله به چې امریکایې عسکره د اصف ترڅنګ کیناستله نو ما به هم لږه ټیله پرې وروړه خو اصف به بیا هم زما په لورې ځان را جوختاوه دا وار مو مزل ستړی کوونکی نه و لامل یی همدا و چې ځان مې یوازې نه محسوساوه او د یو څو امریکایی عسکرو په منځ کې مونږ هم دوه افغانان و،  چې تر  ډېره حده مو دوسیه هم سره تړلې وه.

له اوږده مزله وروسته مو چورلکه په یوه میدان کوزه شوه، اوس نو مونږ ته هم مفتو چکرو سم سور نیولی و، وروره ! سمې مزې وې کرایه مرایه نه وه، ایله دا و  چې ښکته شه او پورته شه!  د چورلکې وروستنی دروازې ته یو موټر راغی له چورلکې ښکته شو او ولاړ موټر ته یې دپورته کیدو وویل، خو دا ویل بیا د تېرو دوو هوایی هډو سره توپیر درلود دانګلیش او پښتو پرځای یې په فارسي راته وویل چې بالاشو!
نور خو ټول یو وحشي (امریکایان) وو، خو له خبرو یې ډیر زر وپوهیدم چې دا قندهار یا پښتون مېشته ولایت نه دی، حتماً کوم شمالي ولایت دی چې فارسیبانو ژباړونکو یې خبرې راته ژباړلې، پخوانیو عسکرو دوه نورو عسکرو ته وسپارلو، موټر ته له پورته کیدو وړاندې یو نوي قسم زولنې راواچول شوې، له هغې څو چنده درنې او وزندارې وې، یوه جوړه لنډې او بله یې بیا د یو څه اوږده ځنځیر لرونکي وې، په لاسونو او پښو کې مې د نويو زولنو له وجې یو څه دروندوالی احساس کړ، ماته مې د یو شاعر دا الفاظ سترګو ته ودریدل:
چې څومره دې درانه،  درانه دردونه زولنو کې
همدومره شته مینو ته خوندونه زولنو کې !
نور بیا!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

الله ج دی ددغو زلونو او شکنجو اجرونه او د هغو د غچ اخستنو وړتیا او بریاوی در په برخه کړی آمین

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x