افغانستان

پکتيکا کې شپږو وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

afghan_army_rangerابدالي محزون- پکتيکا  ولايت

نن ټکی آسیا: چنګاښ ١٢، ٩٠

د پکتيکا ولايت چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې د افغان امنيتي ځواکونو او د دولت  وسله والو مخالفينو تر منځ وسلواله نښته کې شپږو وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

د دې ولايت د سرحدي پوليسو چارواکي چې نه غواړي نومونه يې واخېستل شي وايي، چې نښتې دوه ساعته دوام وکړ چې په ترڅ کې يې  دوه وسله وال مخالفين وژل شوي او څلور نور ټپيان دي،

سرچينه زياتوي چې د وژل شويو وسلوالو مړي د نښته په سيمه کې پاتي او ددوى ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

دسرچيني په خبره چې په نښټه کې دوه سرحدي پوليس هم ټپيان شوي دي. سرچيني د نښتې دقيق ځاى نه ده په ګوته کړى.

د يادونې وړ ده، چې د شنبې په مازديګر هم د پکتيکا دبرمل ولسوالۍ په يوه سرحدي سيمه کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ نښته شوې وه، چې له امله يې څلور کورني سرتېري ټپيان شوي وو او همدارنګه چارواکو وسله والو مخالفينو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړي وه.

په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه ندي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x