د نن سرلیکنه

د هلمند د غمیزې پړه د اشرف غني پر غاړه ده! / سرلیکنه

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: دا ځل هلمند په وینو ولمبېد. هغه هلمند چې هم یې پرون او هم یې نن ښکېلاکګرو ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړي دي. هغه هلمند چې ټول افغانستان یې د ازادۍ او خپلواکۍ ګټلو پوروړی دی. د هلمند سنګین، موسی کلا، مارجه او … د مقاومت مترادف نومونه او په یووشتمه پېړۍ کې د ازادۍ او مبارزې څلي دي. هلمندیان د همدې افسانوي جګړې افسانوي اتلان دي!

هلمندیانو د مقاومت او مبارزې داسې تاریخونه ثبت کړل چې د امریکا د هالي ووډ فلم جوړوونکو ته یې د رښتینو فلمي صحنو سبق ورکړ!

نن یو ځل بیا د هلمندۍ مور د زوی واده په ماتم بدل شو، د هلمندیانو خوښي په غم واوښته او هلمند بیا ټپي شو. دا ځل هلمند داسې ټپي کېږي، چې درې ورځې وړاندې بهرنیو ښکېلاګرو د خپلې جګړې پای اعلان کړ؛ هغه ښکېلاکګر چې له هلمندیانو یې په تېرو دیارلسو کلونو کې ښه ورځ ونه لیده. مګر نن هماغه مېړني او شمله ور هلمندیان د اشرف غني په بې واکه واکمنۍ کې په خپلو وینو ولمبېدل، نن د «مفکر» لنډه غرو هلمندیان د غم پر ټغر کښېنول. دا ځل شین سترګي بهرنیان نه وو، نه هم سورمخي روسان وو، دا ځل د غني پوځ، د غني په اجازه او د ښکېلاکګرو په اشاره زما هلمندیان وغمول. د بهرنیانو کومندان جنرال کامپیل تېره میاشت د اشرف غني او عبدالله عبدالله مشترک حکومت ستایلی و چې ده ته یې ډېر «واک» ورکړی، خلاص لاس یې ورکړی او له پخواني حکومت سره یې د غني+عبدالله حکومت توپیر د شپې او ورځې ګڼلی و. کامپیل دا هم په ډاګه کړې وه چې غني دوی ته د شپنیو عملیاتو اجازه هم ورکړې او دا یې هم ورته ویلي چې کولای شي په ګڼ مېشتو سیمو کې درنې وسلې وکاروي!

له امریکايي مې ګيله نه وه او نه هم شته. زما ګیله له «مفکره» ده، له هغه چې ویل یې هېڅ افغان له بل افغانه کم نه دی. څوک وايي چې کم نه دی!

هلمندیان د افغاني لنډه غر په هاوان شهیدانېږي؛ خو له تا سره په څنګ کې ملېشايي کومندان دوستم ناست دی. هغه دوستم چې له حرفوي قتل، غلا او غارته پرته یې نور هېڅ نه دي زده. زما وطنوال کله په هلمند، کله لوګر او کله په سیاګرد کې شهیدانېږي، خو ته و ها بل شریک دي په واک اخته یاست! تاسې مو لکه د ناخلفه پلار زامن د پلار په میراث نه سره جوړېږي.

هو، تاسې ښه پوهېږئ چې دا وطن میراث دی، دا وطن مو امریکايي بادرانو درسپارلی، تړون تا و حنیف اتمر ورامضا کړ هغوی واک درکړ، تاسې ګرم نه یاست، تاسې پردي پال یاست، لاسپوڅي یاست، بې وطنه یاست او بې ننګه یاست. موږ له تاسې د خپلو وینو غوښتنه نه کوو، خو زموږ د وینو پور به له تاسو د دې وطن بچیان اخلي، د دې وینو پور به تاسې پرې کوئ. دا ورځ لرې مه ګڼئ، دا به ډېره نژدې وي چې د دې وینو په کسات کې تاسې قربانۍ شي!

اوباما خپلو خلکو ته همدا ویل چې اوس ډاډه شئ، تاسې نور خوندي یاست!

ته غني و ستا واک شریکی عبدالله ولې دومره احساس نه لرئ چې د خپلو خلکو د خوندیتوب غم مو ناراحته کړي، تاسې ولې له هغه نه زده کوئ. خو موږ افغان ولس په دا دیارلسو کلونو کې تاسې ښه وپېژندئ، ستاسې «تفکر» او «تدبر» او ازادي ښه راته معلومه شوه. تاسې نورو مسلط کړي یاست، تاسې د امریکا د سفارت تولید یاست، تاسې د جان کېري د یوې پرېکړې نه خپل مشروعیت(؟) ترلاسه کړی، تاسې هغه خلک یاست چې د وطن او وطنوالو په هر درد او ماتم کې مو خپلو کې سره خوړلي او د واک د ترلاسه کولو له پاره مو هرې بې ننګۍ او هرې نامردۍ ته غاړه ايښې ده.

په پای کې یو خبرداری درکوو، دا بهېدلې وینې او له حسرت ډکې سترګې به تل همداسې نه پاتې کېږي. له دې وینو به سیلاب جوړېږي، دا نهیلي سترګې به توپام شي او تاسې او ستاسې نابللي مېلمانه به له دې وطنه پښو سپکولو ته مجبور شئ.

دا ورځ لرې نه ده!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
انصار

الله د دی لیکنی لیکوال ته جنتونه ور کړی د ما د زړه درد د بیان کړی دی- (په ژړا) ای الله د اشرف غنی او د هغه د ټیم او د شمال ایتلاف په سرکردو دا حال راولی چه د هلمندی د مور د درد څخه خبر شی- امین.

مجاهدفولاد

الله اکبرالله اکبر انالله واناالیه راجعون.پاکه ربه جل جلاله په موږافغانانوکی نوردابتلاءتوان په والله بالله تالله که پاته وی. پاکه ربه جل جلاله دمعصوموناوکیودارمانجن شهادت بیلګی به دګردی نړی په سطحه دګوتوپه شمیروی خوموږافغانانوپه سلګونوناوکیانی زارکړی.پاکه ربه جل جلاله ستاددین ازلی دښمنان مودتن په غوښواوینووشړل نورازمیښت مه راباندی کوه موږوژغوره.موږوژغوره.موږوژغوره

ابن شهید ين

اللهم يارب يا قوي يا متين . ته يي شهادتنو قبول كري او زخميان يي جور كري.. او مورانو او خويندو قريبانو ته يي صبر وركي. يا رب يا الله يا جبار يا قهار .سوك جي زمونك مظلوم افغانان وزني كه هرسوك وي ته يي تباه بر باد كري او كه هر جا دا كار كري وي يا يي ديحي خيلو كار كري وي او يا يي ديته ورته نور ظالمانه وزني كري وي ته يي تباه كري بر باد يي كري هلاك يي كري زما مظلوم غريب فقير مسكين حيران ولس تري وز غوري …يا الله يا الله يا… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x