شعـــــرونه

تندریز ګزارونه- نظام كندهاری

بيا د غـــرور هســکو برجونــو ته زوال راغلـی

غليم په تېښته دی زموږ وار د استقلال راغلی

د صليب خــــاوري ارمانونه شول له خاورو سره

لکه تېـــر کال بــــل د برياوو نوی کال راغلی

د تـــــورو شپو کډي باريږي ځي زمونږ له کلي

بيا سپين لښکر لکه روښانه سپين مشال راغلی

خيبـــــره نوم نه دي قربان شم بختور شوې راته

ستـــــا له هيبتـــــه قهري تندر پر دجال راغلی

دلتــــه پخوا لا وو پردو لښـــــکرو سر خوړلی

لکه ماضـي داسي يې حال او استقبــــال راغلي

د نړۍ وال کفــري ښامار شولې آخيري سلګۍ

له تنــــدريزو ګــــوزارونو نه بدحــــال راغلی

د تور خــــــزان لمن ټولېږي له ګلشنه زمونږ

بدرنګۍ درومي چي قاصد دی د جمـــال راغلی

شو ښکېلاکګرو ته ويټنام د دنګو غرونو وطن

نظامـــه بيا دی پرې عــــذاب د ذوالجلال راغلی

نظام كندهاری

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x