افغانستان

پروان: د کوریايي عسکرو مرکز د توغندیو تر برید لاندي راغلی

korean_troops_in_afghanistanنن ټکی آسیا: په پروان ولایت کې تیره شپه طالبانو د کوریايي عسکرو پر مرکز باندي د توغندیو برید کړی.

په دغه اړه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلی چي تیره شپه د نهوو بجو په شاوخوا کې طالبانو د پروان ولایت په مرکز چاریکار کې د جنګل باغ په سیمه کې د کوریايي عسکرو پر مرکز باندي ۲ توغندی وار کړې، چي دواړې پر خپل هدف په مرکز کي دننه ولګیدې،

چي خاماخا به يې نو زیان هم ورته اړولی وي، خو هغه کره معلومات ورنکړه چي څومره زیان به يې دغه مرکز ته اړولی وي.

د بلي خوا د همدې پيښي په تصدیق سره د ایساف رسنیز مرکز په کابل کې ویلی چي تیره شپه پر یاد مرکز باندي برید شوی، خو د زیان اوښتلو څخه يې انکار کړی، زیاته کړي چي په مرکز کي میشتو عسکرو ته هیڅ مالي او ځاني زیان نه دی رسیدلی.

په پروان ولایت کې د کوریايي عسکرو دغه مرکز اکثره ددغسي بریدونو سره مخ کیږي چي د تلفاتو په اړه يې بهرني ځواکونه هر وخت پټه خوله پاتیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x