افغانستانخبرونه

د المان پخواني دفاع وزیر د ناټو په ناکامۍ اعتراف وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۱مه، ۱۳۹۳ل): په داسې حال کې چې د امریکا په مشرۍ د ناټو هیوادونو پوځیان له افغانستان څخه د وتلو په حال کې دي، ګڼ شمیر کورني او بهرني چارواکي، شننونکي، لیکوالان او ولسي وګړي په دې هیواد کې د بهرنیو پوځیانو جګړه ناکامه بولي.

په همدې لړ کې دا ځل د المان د دفاع پخواني وزیر «کارل تودور تسو ګوتنبرګ» څرګندونې کړي او په افغانستان کې یې د ناټو او ایساف د دیارلس کلن جګړییز ماموریت په ناکامۍ اعتراف کړی.

ګوتنبرګ تېره ورځ په یوې المانۍ ورځپاڼه کې خپرې شوې خپلې یوې مقاله کې لیکلي:
«هغو اهدافو ته په پام سره، چې د دې جګړې په لومړیو کلونو کې ټاکل شوي و، په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو جګړییز ماموریت کامیاب نه و».

ماتپخوانی الماني وزیر وايي که څه هم په افغانستان کې دیموکراسي ډیره وده کړې خو دا هیواد هغې کچې ته نه دی رسیدلی چې حساب پرې وشي.

ګوتنبرګ د نړیوالو ځواکونو د وتلو لپاره د یو مشخص تاریخ ټاکل، تېروتنه بللې.

پخواني وزیر په هغو الماني عسکرو ویر کړی چې په افغانستان کې د جګړې پر مهال وژل شوي دي. همدا راز یې په هغو نورو عسکرو د خفګان څرګندونه کړې چې له دې هیواده ژوندي وتلي دي خو په رواني او فزیکي لحاظ ستونزو سره مخ دي.

نوموړی زیاتوي:
«اکثره هغه سرتیري چې المان ته راستانه شوي، یا په رواني تکلیف اخته دي او یا شل وشوټ دي او د بدن غړي یې له لاسه ورکړي؛ دا ټول د څه لپاره؟!».

ګوتنبرګ وايي چې تر څو ژوندی وي دا پوښتنه به یې په ذهن کې همداسې بې ځوابه پاتې وي.

باید وویل شي چې المان يو له هغو هيوادونو څخه و چې د امریکا پخواني ولسمشر جورج بوش په مشرۍ يې د شمالي اتلانتیک هیوادونو د سازمان په چوکاټ کې افغانستان ته شاوخوا پنځه زره سرتیري د جګړې لپاره رالیږلي و.

کندز، بلخ او بدخشان هغه ولایتونه و چې په په تېرو دیارلسو کالو کې يې د جګړې وظیفه د المانيانو په برخه رسیدلې وه.

الماني عسکر په داسې حال کې له افغانستان څخه لمن راغونډوي چې د دې جګړې له امله د المان حکومت د ولس له سختو نیوکو او مخالفتو سره مخ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x