نړۍ

فلسطين د نړيوالې جنايي محکمې عضويت غواړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۱مه، ۱۳۹۳ل): د فلسطين مشر محمود عباس د فلسطين رام الله کې يو شمېر اسناد لاسليک کړل، چې دوی ته بايد د نړيوالې جنايي محکمې غړيتوب ورکړل شي.

محمود عباس تېره ورځ ويلي و، چې دا اسناد به د جمعې په ورځ ملګرو ملتونو کې د فلسطين ځانګړی استازی رياض منصور د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون ته وسپاري، مګر وروستي راپورونه وايي، چې فلسطيني استازي به دغه اسناد څو ورځې وروسته ملګرو ملتونو ته وسپاري او د اسنادو د ځند لامل يې هم نه دی په ګوته کړی.

فلسطيني چارواکي وايي، چې د نړيوالې جنايي محکمې عضويت د دې لپاره غواړي، چې فلسطين کې د اسراييلي ښکېلاکګرو د ظلمونو او جنايتونو په اړه نړيوالې محکمه کې عريضه وکړي او اسراييل نړيوالې محکمې ته کش کړي، په ځانګړې توګه پر غزه د اسراييلو د وروستيو بريدونو په اړه دوی يو شمېر دوسيې تيارې کړي دي.

د فلسطين مشر محمود عباس وايي، چې دوی د فلسطين د قضيې ځنډ او بې پروايي نه شي زغملی او محمود عباس دا پرېکړه په داسې حال کې کړې، چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو امنيت شورا کې د فلسطين هغه غوښتنه د امريکا له لوري ويټو شوه، چې اسراييل بايد د دوو کالو په ترڅ کې د فلسطين اشغال پای ته ورسوي.

غبرګونونه

د فلسطين جهادي ډلې حماس د محمود عباس دا ګام ستايلی او د وخت اړتيا يې بللې ده.

حماس له فلسطيني چارواکو غوښتي، چې په دې اړه د فلسطيني مشرانو يوه بېړنۍ غوڼده راوبولي او اسراييلو سره هر ډول خبرې پای ته ورسوي او د غزې د وران شوو کورونو او ودانيو بيا رغونه پيل کړي.

اسراييلي صدر اعظم بينيامين نيتنياهو د محمود عباس دا غوښتنه په سختو ټکو غندلې او زياته کړې يې ده، چې د جنګي جرمونو وېره له فلسطيني حکومته کيدای شې؛ ځکه چې په ګډه يې حماس «تروريست» ګوند سره حکومت جوړ کړی، چې د اسلامي دولت په څېر په جنګي جرمونو ککړ دي.

د اسراييلو د بهرنيو چارو وزير تساحي هنغبي هم په خپل غبرګون کې ويلي، چې نړيوالې محکمې کې د اسراييلو عضويت به لومړی د فلسطيني چارواکو په زيان وي؛ ځکه چې د ده وينا فلسطينيان سر تر پايه تروريستان دي.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت هم په دې اړه خپل توند غبرګون ښودلی او زياته کړې يې ده، چې دا ډول غوښتنې به د ازاد فلسطيني دولت په جوړولو کې هيڅ مرسته ونه کړي.

د يادونې وړ ده، چې محمود عباس دا غوښتنې په داسې حال کې کوي، چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو امنيت شورا کې د نوموړي له لوري وړاندې شوی قرارداد د امريکا له لوري ويټو شو.

په دغه قرارداد کې فلسطيني چارواکو غوښتي و، چې د دوو کالو په ترڅ کې بايد اسراييل د فلسطيني خاورې اشغال پای ته ورسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x