افغانستان

هرات: ناټو ته تیل وړونکي ۶ ټانکره لږ تر لږه وسوځول شوه

nato_oil_tanker_burnedنن ټکی آسیا: تیره شپه ناوخته د هرات ولایت د شینډنډ په ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې ناټو ته تیل وړونکي ۶ د تیلو ټانکره وسوځول شول، یو موټر چلوونکی مړ، او ۴ نور ټپيان شول.

د هرات څخه یو امنیتي چارواکي ویلي چي تیره شپه طالبانو د شینډنډ د ولسوالۍ اړوند د کالیست په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر تیل وړونکو ټانکرونو برید وکړ، چي له کبله يې یاد زیانونه را منځته سوله.

هغه زیاته کړې چي برید شاوخوا دوه ساعت دوام وکړ، او ووې وویل چي دغه ټانکرونه د تیلو څخه خالي وه، او د هلمند ولایت څخه د هرات په لور روان وه، چي د طالبانو د برید سره مخامخ سول.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چي په برید کې لږ تر لږه ۱۱ عرادې تیل وړونکي ټانکر وسوځول شول، او شاوخوا ۱۴ تنه ساتونکي او موټر چلوونکي ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x