افغانستان

جلاجلا ترافيکي پيښو کې درې تنه مړه او څوارلس نور ټپيان شول

bus_accidents_in_Afghanistanد شنبې په ورځ د کندهار په ولايت کې د دوه جلاجلا ترافيکې پيښو له امله درې (3) تنه مړه او څوارلس (14) تنه نور ټپيان شول. د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسئول په دي اړه خبري رسنیو ته وويل چې نن 2011-07-02 له غرمي مخکې په سيمه ايز وخت د لس بجو په شا او خوا کې د کندهار- هرات په لويه لار د (ميوند) د ولسوالۍ د (قلا ښامير) سيمي ته ورڅيرمه يو درې سوه او درې ډوله موتر د يو بل کرولا موتر سره وجنګيد چې له امله يي د کرولا موتر درې (3) تنه سپرلۍ مړي او درې (3) نوري ټپي شوى.

هغه زياته کړه چې په وژل شويو کسانو کې يوه ميرمنه هم شامله ده او ټپيان درې واړه نارينه دي چې د درملني لپاره د کندهار په ښار کې د ميرويس روغتون ته وړل شوي دي. مسئول مقام وويل امنيتي او د ترافيکي مسئولينو په دي اړه پلټني پيل کړي څو دپيښى د رامنځته کيدو لامل پيدا کړي. همدا راز نوموړي مطبوعاتي دفتر په يوه تازه اعلاميه کې وويل چې نن 2011-07-02 ماسپښين د کندهار – سپين بولدک پر لويه لار د کندهار هوايي ډګر ته ورڅيرمه د کندهار څخه د سپين بولدک په لور تلونکى سراچه موتر د مقابل لورې څخه د راتلونکي سرف ډوله موتر سره وجنګيد چې له امله يې يوولس (11) تنه ټپيان شول. اعلاميه وايي چې په ټپيانو کې د يو تن حالت د انديښنې وړ او نازک دى . بايد وويل شې چې په لويو لارو ډېر وخت دا ډول پيښي د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ ، د موټرو د زيات تیزوالي او ترافيکي قوانينو د نه مراعات کولو له امله رامنځ ته کيږي چي پکښي زيات شمير ملکي وګړو ته مرګ ژوبله رسيږي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x