د ۲۰۱۴ کال اخرنۍ تحفه: د واده پر ګډونوالو راکټي برید – سنګین، هلمند

ليکوال او شناند: نظرمحمد مطمئن

د واده پر مراسمو د راکټي برید له امله نږدې ۴۰ نجوني، ماشومان، ښځي او سړي شهیدان او نږدي۱۰۰ ژوبل شوې

د ۲۰۱۴ کال وروستۍ ورځ او په اخرو شېبو کې بیا هم افغان ملکيان په جنګ کې د شکیلو خواو قرباني شول. نور هیوادونه د کال لومړې ورځ په خوښيو لمانځي، زموږ په سېمه کې اخترونه هم په وینو لمانځل کيږي، که څه هم شرعا نن ورځ زموږ د کال لومړي ورځ نه ده او نه هم په کوم اهمیت ورته قایل یو، ولي نړيواله ورځ ده، او د عیسویانو د کال لومړۍ ورځ ده هغوئ يې لمانځي، مګر په افغانسان کې دبهرنیانولخوا روزل شوې بیا دغه ورځ په وینو لمانځي، او د ملکي افغانانو له وینو تویولو څخه خوند اخلي.

تیره شپه د سنګین پر يوه کلي چې د کلي، نجونو، هلوکانو، میرمنو او مشرانو د واده مراسمو کې ګډون کړی ؤ، پر همدې کلي باندي راکټي برید شوی ، نږدې ۴۰ ملکی وګړي شهیدان، او نږدي ۱۰۰ ژوبل شوې، لښکرګاه ته په راوړل شویو زخمیانو کې يواځي يې ۱۸ میرمني دي.

د لشکرګاه د ایمرجنسي روغتون مخې ته د سنکین د ریګي کلی ډیر کسان ولاړ دی، د خپلو ژوبل شویو مریضانو سره په شپه کې راغلي دي، هر يو يې له دي کبله ډیر قهریدلی ښکاري چې ولي د دوی په کلي د واده په مراسمو برید وشو.

باچا چې يو تن زخمي دی اوس په ایمرجنسي روغتون کې بستر دی، د تلفون پر کرښه يې وویل: دغه راکټونه (دهاوان مرمۍ) په سېمه کې د ملي اردو د لواء څخه را ویشتل شوې، هغه وایې چې له دي مخکې هم چې کله به موږ د خپل کلي بازاته او يا له کورڅخه راوتلو، نو د ملي اردو د عسکرو له خوا به ډزې راباندی کیدلي.

بل عیني شاهد قوی نومیږي چې له زخمیانو سره د لشکرګاه ایمرجنسي روغتون ته راغلی، هغه وايې چې د واده مراسمو باندي د هاوان د مرمیو د لګیدو له امله ۴۰ نجوني، هلوکان، میرمني، ځوانان او سپین ژیري شهیدان او نږدې سل تنه زخمیان دی، هغه وایې چې دا هغه شمیره ده چې موږ هلته په سېمه کې ؤ، زخمیان يې ځينې کندهار او ځينې لشکرګاه ته راوړي دي.

دغه عیني شاهدان وايې چې د واده په مراسمو کې د ګډونوالو کلیوالو شمیر د ۵۰۰ او ۶۰۰ ترمنځ ؤ.

ریګی کلی چې د بوري او باین زي سېمو تر منځ کلی دي، دغه عیني شاهدان وايې چې تیره شپه په سېمه کې جنګ نه ؤ هیڅ ډول نښته نه ده شوې او نه په همدې وخت کې د نورو ډزو اوازونه اوریدل شوې دي.

دوی وایې چې نږدې په يو کیلو میټر کې د ریګې کلي ته د دولت پوستې وجود نه لري، د هاوان توپونه د ملي اردو په لواء کې نصب شوې، چې وخت ناوخته يې پخوا هم موږ ډزې اوريدلي دي.

د هملند د ولایتې شورا غړي بي بي سي سره په مرکه کي وویل: دغه راکټي برید د حکومت امنیتي خلکو کړی، دوی خپل غچ له ملکي خلکو واخسیت، د ولایتي شورا غړی وايې چې له دي پيښې یوه ورځ وړاندي په سېمه کې د اردو ۸ تنه عسکرووژل شول، چې په غچ کې يې پرون شپه له څلورو پوستو څخه د واده پر مراسمو د هاوان (راکټ) مرمۍ وتوغول شوې، او ګڼه مرګ ژوبله يې خلکو ته واړوله.

ځینو رسنیو بیا راپور ورکړی چې طالبانو دغه راکټونه د واده پر مراسمو ويشتلې دي، مګر طالبانو بیا ویلي چې د راکټونو مرمیو ته په کتلو سره له طالبانو سره اوسمهال په دغه سېمه کې دغه ټول وسله شتون نه لري.

افغان دولت ویلي چې د طالبانو او حکومتي امنيتې کسانو تر منځ د جګړې پر مهال دغه راکټونه پر يوه کور لګیدلي دي. او څیړنه کوي چې راکټونه د حکومت عسکرو او که طالبانو له خوا فیر شوې.

شنونکې وايې چې دغه راکټونه شپه مهال پر کور لګیدلي دي، او معلومیږی چې له لیري فاصلي څخه توغول شوې، که چیرته د طالبانو او حکومت تر منځ جګړه وي، نو بیا پر کلي د راکټونو ويښتلو ته اړتيا کومه وه؟

په ودونو کې په عمومي ډول له ډیرې روښنايې (څراغونو) څخه کار اخستل کيږي، شنونکې پر دي نظر دي چې دواړه لوري (طالبان او افغان حکومت ) وسلوال پوهیږي چې که چیرته په کوم کوري کې دومره زیاته رڼا وي، هلته به د کلیوالو کوم پروګرام وي، د جنګ ګروپونه (ډلګۍ) خپل ځایونه په عمومي ډول سره تیاره ساتي.

ځینو سرچینو ویلي چې تر اوسه ددغه برید پړه د هیڅ لوري پر غاړه نه شي اچولای، دوی به څیړنه کوي. خو د هلمند د ولایتې شورا غړي بیا ویلي چې دوی به هیڅ ډول څیړنه ونه مني، او د افغان حکومت پر څیړونکې پلاوي به باور ونه کړي، هغه وایې چې خیره ډیره روښانه ده، د هاوان مرمۍ د ملي اردو عسکرو ويشتلي دي.

په ټوله کې ددغسي پېښو چې ملکي افغانانو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوړي، دواړه لوري، طالبان او افغان حکومت يې غندي او يو لوری يې هم پړه پر غاړه نه اخلي.

يوه بله خبره هم مهمه ده که چیرته کوم لوری دعوه وکړي چې په تیروتنه يې مرمۍ پر کور لګیدلي، او کورډیناټ غلط شوې، اوس مهال د هر کلي او هرې سېمې کورډینات د شکیلو دواړو لورو له وسلوالو سره موجود دي.

پخواني ولسمشر کرزي ته د هاوان د ړندو مرمیو له امله د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې ډیر شکایتونو وشول، دهمدغه سنګین ولسوالي مشران کرزي ته راغلي ؤ، د دولت له امنيتې کسانو څخه يې شکایت کړی ؤ چې ددوی کلي په شعوري ډول تر راکټي بریدونو لاندي راولي، د سنګین د مشرانو سره ترناستي وروسته پخوانی ولسمشر کرزي د اردو او امنیتي کسانو له خوا څخه د هستوګني پرځایونو کې د هاوان مرمۍ کارول منع اعلان کړل، کله چې نوی حکومت جوړ شو، پوځ ته بیرته د راکټي بریدونه اجازه د هستوګني په ځایونو کې هم ورکول شوه، چې تیره شپه همدغه ړندو مرمیو نږدې ۴۰ ملکي افغانان شهیدان او نږدې ۱۰۰ يې ژوبل کړل.

په هلمند کې د امنیتې ډلو له خوا توکمیز، سمئیز او ژبني توپیرونه هم لیدل کيږی، د نورو سېمو خلک او په ځانګړې ډول هغه کسان چې ژبنی تعصب لري، هغوئ د هلمند ملکي خلکو ته هم هر وخت په قهر وي، او پرته له توپیره په بده سترګه ورته ګوري، چې دغه ډول ړوند تعصب او غچ اخستنه به ښې پایلې ونه لري.

مخکې هم وویل شول، د ریګې کلي خلک وایې چې که له کور څخه راوځي او يا خو د کلي او سيمې بازارته ځي نو د افغان امنیتې کسانو له خوا ډزې پري کيږي.

پخوا هم دغه ډول ورته راپورونه ورکول شوې، د کندهار- کابل پر لویه لار چې به کله په امنيتې کسانو د وسلوالو له خوا ډزې وشوې، امنيتې کسانو به د سړک سره نږدې د کوچیانو کیږدۍ او يا نورو کلیو ته د خپلو ټوپکو شپيلۍ سمې کړي، او ړندي ډزې به يې پري شروع کړي.

دا ډول د اربکیانو په اړه خو هیڅ سوال نه پيداکيږي، چې په کوم کلي او له کومې خوا نه پرې ډزې وشي، بیا نو پرته له توپيره هغه سېمه تر برید لاندي نیسي، همدغه کار بهرنیانو هم کړی دی، او افغان امنيتې کسانو له بهرنیانو څخه زده کړه کړي.

امریکایانو اعلان وکړ چې جنګ يې ختم شوی، مګر دلته لا هم د امریکايې امنيتې کمپنیو قراردادی وسلوال د افغان پوځ سره په هره قشله، لواء، فرقه او مهمو ځایونو کې شتون لري، همدغه کمپنیو او امريکا په ګډه د افغان سپيشل فورس په نوم پوځیان روزلي چې ددوی د ناوړه کړنو راپورونه نړيوالو رسنیو هم ورکړل، او په ځانګړې ډول هغه د غچ او کسات مرګونه چې په میدان وردګو ولایت کې يې کړي ؤ.

تر ډیره د جګړې زور له افغان ولس څخه خیږي، د دواړو لورو وسلوال خو وسله لري، د خپل ځان دفاع کوي، مګر ملکي وګړې چې بې وسلي خلک دي، په ډیرو مواردو کې د شکېلو وسلوالو له خوا هدف ګرځيدلي او مرګ ژوبله ورته اوښتي ده.

افغان دولت او وسلوالو طالبانو ته په کار ده چې ملکي او بې وسلې افغانان د خپلو موخو له پاره هدف ونه ګرځوي، دا ډول دولت ته په کار ده چې په کلیو او دهستوګنې په سېمو کې د ملي اردو له خوا دهاوان د مرمیو ويشتلو په اړه جدي غور او تجدید نظر وکړي.

مهمه مسئله داده چې د هلمند ډیری ملکی وګړي ورسره مخ دی، هلته د امنيتې ډلو لخوا ژبنی او قومي تعصب وجود لري، د ملي ارد، ملي پولیسو او نورو امنيتې ادارو هغه کارکوونکې چې له نورو سېمو ورغلي؛ هغوئ د هلمند عام ولس هم د طالب په تور هدف ګرځوي، او يو ډول له تعصبه ډک چلند ورسره کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د